ترکیه کې په ښځینه پولیسو د حجاب بندیز لغوه شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۸مه ۱۳۹۵ل): په ترکیه کې د ښځینه پولیسو د یونیفورم په اړه نوی قانون تصویب شوی چې له مخې به یې هغوی کولی شي چې د رسمي کار پر مهال حجاب په تن کړي.

د دغه قانون پر اساس ښځینه پولیسې پر سر پټولو سربېره داسې حجاب هم په تن کولی شي چې رنګ یې له عسکري دریشي سره توپير ونه لري او دغه راز ټوکر یې نقش لرونکی او ګلدار نه وي. د دغه قانون پر اساس ښځینه پولیسې لا هم د بشپړ مخ پټولو اجازه نه لري.

تر دې وړاندې د ترکیې حکومت په ۲۰۱۰م کال د پوهنتون په ښځینه محصلاتو د حجاب بندیز لرې کړی وه، او ۲۰۱۳م کال یې په ملکي ادارو کې د حجاب بندیز لغوه او ښځینه مامورینو ته د حجاب په تن کولو اجازه ورکړه. دغه راز یې په ۲۰۱۴ کال په متوسطه ښوونځیو کې نجونو شاګردانو ته د حجاب په تن کولو اجازه ورکړه.

خو په قضايي او امنیتي ارګانونو کې لا هم دغه بندیز پرځای وه.

خو تېره ورځ د ترکیې په رسمي جریده کې د خپور شوي قانون پر اساس ښځینه پولیسو هم اجازه تر لاسه کړه چې پر عسکري دریشي دپاسه حجاب هم په تن کړي.

د ترکیې حکومت مخالفې ډلې د دې هیواد په ولسمشر رجب طیب اردوګان نیوکه کوي چې په تدریجي ډول د سیکولر ارزښتونو د له مینځه وړلو کوښښ کوي. خو نوموړی دا د هر ترکي وګړي حق بولي چې پرته له خنډه خپل دیني تعلیمات پلي کړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.