ليکوال: دلاور سيلاب

د انقلابونو له فطرته/ دلاور سيلاب

دلاور سيلاب

يو شمير روڼ اندي؟!(ړونداندي) افغانان د خپلو راتلو نسلونو لپاره د تاريخ تر ټولو ناوړه بیلګی د تاريخ هره نوي پديده چه په کوم نسل کی راپیل شی ؛ د حوادثو دطبیعت او فطرت له غوښتنی سره سم باید په هماغه نسل کی معقول حل ولری او له یوه څخه زیاتو نسلونو ته سرایت ونه کړی ، تر څو خپلی منطقیی اودپام وړ پایلی تر لاسه کړی ، او که داسی نه وی نو عواقب به یی ډیر خطرناک وی.

له بده مرغه دغوایی غوبل چه انقلاب نه بلکه دافغان ولس د څو نسلونو دازموینی یوه نه ختمیدونکی د سرطان دانی په څیر رول ولوباوه ؛ د آسیا زړه یی تاراج اووچ او لانده یی له یوی مخی زیر او زبر کړل ، او دا ځکه چه له یوه نه زیاتو نسلونو ته یی ریښی و ځغلولی. همدا هغه ناسور ټپ دی چه اوس یی یواځینی حل د سری سکروټی په وسیله له داغه پرته بل څه نه دی (آخر العلاج الکي).

له یاد شوی غوبل څخه د راولاړی شوی ستونزی په ترڅ کی، افغان ټاټوبی په ترتیب سره پرون د ختیځ او نن هم د لویدیځ زبیښاک د لویی ډرامی سټیج وګرځول شو ؛ دپرونی اشغال سره (سرخ) او شنه (سبز) لوبغاړی ( کمونستان او مجاهد نما بګیل ماده پرست مړزان) . د روانی معضلی اصلی عاملین وو او نن هم دی.

هو كه همدغه بګیل مړزان پرون د عربی نړۍ د مخلصو مسلمانانو وروڼو په خیراتونو او همدارنګه د هغوی د یوی شپی د تازه ناوکیو (Brides) د ګاڼو د صرف کولو له برکته دومره مست غږیدل چه د خلفاء راشدینو حکومتونه یی هم له نظره هیڅ ښکاریدل، مګر په واقعیت کی یی یو یزیدی ( یزید بن معاویه ) حکومت هم رانه وست.

دا ځکه چه دوی هغه مهال هم د مقدس جهاد له تکالیفو لیری او دواقعی مجاهدینو له لیکو بهر په دی طمع ،چه د سره انقلاب له راپرزیدو وروسته، به ددوی پرته بل لا څوک وی چی حکومت به کوی؟ مګر دا الهی فرمان یی هیر وو چی(أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُمْ مَثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ مَسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آَمَنُوا مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ ) او همدارنـــــګه فرمایی: (وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ) او همدارنګه بل فرمان داچه: (أَحَسِبَ النَّاسُ أَنْ يُتْرَكُوا أَنْ يَقُولُوا آَمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ ).

هغه مهال دوی خپله اصلی بڼه او څیره تر ممکنه حده پټه ساتلی وه همدا لامل و چه ملت په پټو سترګو ددوی پیروی کوله،ددوی هره کارنامه به یی ستایله ، فال به یی پری نیوه ، د نړیوالو تر مخ به یی ددو ی په مشری ویاړ کاوه ویل به یی چه:

« موږ وې د ده له بخته مخکې به ځو»
مګر صد حیف او افسوس چه دی په خپله:
« خو دی په‌خپله کې منحوس وختو»
او همدارنګه ملت به باز باله مګر :
« ما وې چې باز دی خو ټپوس وختو »

خو دی:

« په دووسانو کې دووس وختو»

دافغانانو سربیره د اسلامی نړی نږدی قاطع اکثریت نه یواځی داچه هر راز مالی او ځانی سرښندنی ته یی چمتووالی وښود، دوی ته یی د مذهب ، رنګ ، نسل، او ژبی له توپیرونو پرته دټول اسلامی امت د لارښوونکو او مخکښانو لقب هم ورکړ:

« د زړه په وينو مې روزنه ورکړه »
« چې زړه ترې جوړ کړم، خو پپوس وختو»
« ډېر مې ټولنه کې دروند وتللو »
«اخېر کې سپک انډی د بوس وختو»
آه!!! وطنی را فروختند وچه ارزان فروختند:
« په جهادي هدف يې لوبې وکړې »
« خدایږو له روس څخه چړوس وختو»
دنیوی عشق اومینه یی تردی حده وه چه:
« د امريکا په ډالر ونڅېده »
« د خدای له مرستې نه مايوس وختو»

آه !!! دا کومه وړاندوینه وه چه نن یی عجیب معجزاتی صدق وکړ!!!

د اچه (په جهادي هدف يې لوبې وکړې) افغانان ددوي له لاسه د ناهیلۍ تر وروستی بریده رسیدلی . ځکه نو د خپل خیر خواه خالص او مخلص لارښود ، دغه د “پوچ کارتوس” تر عنوان لاندی نصیحت د يوي غمجني مرثيي په څیر سهار او ماښام زمزمه کوی.

نن هم د امریکا او دهغی د اشرباڼو د مستقیم یرغل نه وروسته، دوی ډیر زیات آرام اوسوکاله بریښی، له اقتصادی پلوه ځواکمن؛ او بل هیڅ راز ستونزه نه لری، خو یوه ستونزه البته لری او هغه دا چه دخپلو ځانونو او کورنیو حفظ الصحی اصولو د مراعاتولو او همدارنګه دساعت تیری تفریح او هوا خوری، د تر سره کولو لپاره باید د هیواد دننه یا بهرپه کوم شنه چمن یا سبزه،بڼ، ګلانو، د اوبو یاګدر غاړو لویو لویو ښارونو هسکو هسکو ودانیو او داسی نورو تفریحی ځایونوکی هوا خوری او خوراک وکړی اوبیا خپلی دغه له پند اوعبرته ډکی صحنی ، د تصویرونو په بڼه په تلپاتی واقعتونو تبدیلی کړی او هم مهال ورسره د خوښی نه په ډکو شیبو کی هم ناظر وی اوهم منظور( هم خپل ځان ته کتونکی اوهم د خپلو سترګو د نظرله زاویی کتل شوی واوسی ) او بیا یی د خواله رسنیو ، خبری وسیلولکه ټویټر فیس بوک اوداسی نورو له لاری نشر ته وسپاری، ترڅو نوروته هم سبق آموز وی ،چه بیا هغوی هم ددغه مجاهد کبیر،عالم ،وطن پال ،اوروڼ اندی ؟!! (ړوند اندی) دغه کارنامی د خپل ژوند سرمشق وګرزوی، ځکه ددوی خو هیڅ کار بیهوده نه وی، او نه هم ورته څوک بیهوده ویلای شی،دوی خو به دتیر جهاد په مهال هم دهغه وخت د ځوان کول روزنه خپله فریضه ګڼله، او ورته ویل به یی چه د یو مجاهد باید (تفنګ دار بی فرهنګ ،جنګجو بی هدف نه وی) هر دم او قدم باید تلل شوی او د نورو لپاره نمونه او مثال وی، نو دغه ډول کړنی هم باید د نویو ځوانانو لپاره آییډیل او ماډل وی.

ددی هرڅه سره سره د خپل وطن او افغانی اصلیت سره یی د مینی کچه د هندوکش له لوړی څوکی هم هسکه ده، ځکه چه د آزادی او خپلواکی تیری تاریخی ورځی هم په خورا جوش اوجذبی سره لمانځی ، ترڅو خپلو راتلونکو نسلونو ته دآزادی ؟!! دغه مفهوم چه دی یی انځوروی تلقین کړی اوبیا هغوی هم دغه رسم د تاریخی تسلسل په ډول تل جاری وساتی، داچه دغه مقدسه فریضه د بلواکانو( خارجیانو) د ټوپک تر سیوری لاندی انجامیږی نودا بیا یوه بله وطنی مینه ده چه ترهګری ډلی یی په معنی نه پوهیږی او د غلامی رنګ ورکوی، دا بیا دهغوی مشکل دی .

نوموړی ښاغلی بیا خپل دغه علمی او اخلاقی درسونه، د کره شواهد په بڼه د هیوادوالو او نړیوالو له نظره همد پټ نه ساتی او دهر راز ممکنه وسایلو پر مټ یی د حاضرینو او ناظرینو مخی ته ږدی .

ګرانو لوستونکو آیا کولای شوددوی دغو کړنو ته دحقیقت په قاموس کی کوم تعبیر ولرو؟

زما په اند خو ددوی دغه صورت، سیرت او مجازی تشخص، چه د تصویر ،څیری او تورو په ژبه او بڼه ګویا دی، او نړیوال او هیوادوال یی په یوه وخت عینی شاهدان دی، دا هرڅه د خورا زیاتو مرموزو حقایقو غمازی کوی او هغه داسی چه:

آیا دوی دداسی یوامت چه د اسلام ستر پیغمبرصلی الله علیه وسلم یی د ژوند په ټولو اړخونوکی ،جسد واحد بولی ،چه هم یی غمونه او هم یی ښادیانی او خوشحالی سره شریکی دی، دا شاغلی ددی جسد کومه ټکړه محسوبیدای شی ؟

دوی داسلامی امت وهغه په وینو لړلو اجزا‌‌و او برخو ته لکه برما ، فلسطین ، عراق سوریه ، افغانستان او داسی نورو ته منسوبیدای شی؟

آیا د یادو هیوادونو د مظلومو ولسونو آه او فریاد یی آرام ته پریږدی ؟

او یاهم دوی ددغه واحد جسد څخه په شعوری ډول بیګانه دی او دا هغه حقیقت دی چه ټول جهانیان یی شاهدان دی.

آیا دافغانانو یو عام وګړی هم همداسی ژوند او همدومره امکانات لری لکه دوی یی چه لری ؟
که ځواب مو مثبت وی نو بیا خو دوی هم ددی ملت د وګړو په حیث حق لری چه په استاذیتوب یی تر دی زیات څه وکړی.

د اسلامی تاریخ له بیلګو به تیر شو، دوی دی د نن وخت یکتاز دمیدان (امریکا) د هغو نږدی شپږو کسانو د کړاوونو یو څو نمونو ته سر ښکاره کړی چه ددوی د خوږ ژوند برخه وی او له انګلستان څخه یی د آزادی په لاره کی ددوه سوه کلنی غلامی ځنځیرونه مات او خپلو ولسونو ته یی د اوږدی مبارزی نه وروسته، دآزادی ارمغان ورپه برخه کړ،دوی دی لطفا لږ د هغوی له هغو کړاوونو یو څه آګاهی ترلاسه کړی.

آیا هغوی هم همداسی بی احساسه وه کله یی چه د امریکا په څیر یو لوی زبرځواک تاسیساوه؟

آیا دوی په لوی لاس خپل تاریخ نه مسخ کوی؟ داځکه چه د رسنیو له لاری د خپل ملت برسیره ټول جهانیان په خپل ځان شاهدان ګرزوی ؟

آیا دغه تلپاتی انځورونه نه شی کیدای د راتلونکو افغانی نسلونو لپاره د نن مهال د بحرانی وضعیت یوه بدترینه نمونه وی؟ هغه په دی ډول چه ګواکی د ناټو او آیساف ځواکونو د اشغال پر مهال ځینو افغانانو دغسی مرفه اوآرام ژوند درلوده، له هرڅه ناخبره یواځی دخپلی مشغولتیا او ساعت تیری په په فکر کی وو مګر هم مهال دعام افغان ولس د فقر او بی وزلی لپاره کوم لفظی تعبیر اصلا وجود نه درلود.

دچا خوښی نه چه کومه جوړه واغوندمه
څوک په کفن پوری حیرانه په تختو پراته دی

آیا دوی لا اوس هم ځان د خپل مظلوم ملت د بی سرپنا وږو تږو او بربنډو بچیانو ممثلین او یا هم جزلاینفک بولی؟

ګران لوستونکی دی قضاوت وکړی دوی له عامو افغانانو نه په څومره لیری واټن کی واقع دی؟

زما د وروری مشوره خو داده چه ملت خو لاپر ځای پریږده لږ تر لږ دی پخپلو ځانونو رحم وکړی:

وکن رجلا ِإذا أتوا بعده يقولون مرّ وهذا الأثر

د بشری تاریخ نشیب او فراز کله کله ایجابوی چه باید په یوعاجل اوټولنیزاوښتون ( انقلاب ) لاس پوری شی، دغه اوښتون باید د مخصوصو موخو تعقیبوونکی وی، چه پایله یی د یادوشوو موخو د تر لاسه کولو سره سره باید په یو مثبت ټولنیز نوښت واوړی دی ته انقلاب ویل کیږی.

نه هم سره او شنه انقلابیان ( هغه واقعي افغان شازلمیان چه د : مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا مصداق دی هغوی مستثنی دی)

که سړی لږ د انقلابونو پر تاریخی شالید یو ځغلنده نظر واچوی، نو په زغرده به وپوهیږی چه د یادو پدیدو له بی شمیره فطری او طبیعی ځانګړتیاوو څخه یوه یی داهم ده چه انقلاب باید نیمه پیړی عمر ونه کړی، یعنی دومره اوږد نه شی چه د تاریخ مرحلی ته ننوزی او دتاریخ برخه شی ، یا په بل عبارت له یوه نه زیات نسل ته سرایت وکړی، او که کله هم داسی څه پیښیږی (لکه اوس مهال چه افغانان ورسره مخ دی ) بيابه دغه انقلاب خپل سپیڅلی اهداف ترشا پریږدی، ځکه طبیعی ده چه باید محتاطانه پرمختګ اوعمل وشی، او هغه داسی چه له انقلابی نسل (چه البته دغه نسل دیو عینی ګواه حیثیت لری او دانقلاب د سپیڅلو اهدافو د تحقق په لاره کی ترهر بل راتلونکی نسل یی دنده او مکلفیت خورا دروند وی ځکه دوی د زیاتو پیښو عینیى شاهدان وی، چه دانقلاب په اړه هره معما ځوابولی او د لغز غوټه یی خلاصولی شی) نیولی بیا په په ترتیب سره هربل راتلونکی نسل دا وظیفه لری چه دانقلاب مقدس اهداف د خپلو پلرونو او نیکونو امانت او میراث وګڼی، د هغوی تقدس ته تر وروستی سلګی وفادار پاتی شی، اوپه دی لاره كي له هیڅ راز سرښندنی دریغ ونه کړی او په خورا دقت یی بی له کوم تحریف او تبدیل خپلو نورو راتلونکو نسلونو ته تلقین کړی چه دانقلابونو سره دا ډول تعامل د هر چا کار نه دی، ( له بده مرغه دافغان جهاد د انقلابی نسل یو تعداد عناصر له همدغی اخلاقی بیوزلی کړیږی ) که په دی ډول د انقلاب عمر هر څومره اوږد شی، پایله یی نه زیانمنیږی مګر که خدای مه کړه په فردی یا اجتماعی ډول لږ لاپروایی هم سرزد شی زیانونه او اضرار به یی نه جبرانیدونکی عواقب ولری :

لمحوں نے غلطی کی صدیوں نے سزا پایی

او دڅو لسیزو پرځای به څو سلیزی بالآخره په ضیاع محکومی شی.

(ښه مثالونه یی د احد په غزوه کی د یوڅو کسانو غلطی وه چه فتح یی په ناکامی بدله کړه او همدارنګه د افغانستان په جهاد کی همدغه بګیل مړزان چه د بهرنیانو په اشاره پرون او نن د یو سلسله نه جبرانیدونکو اشتباهاتو مرتکب شوی دی، چه لاتراوسه ورځنی ملت کړیږی) .

نوی ځوان نسل له داسی پدیدو سره آشنا نه وی له هغوی مکمله ناخبری ښیی او له انقلاب اوموخو سره یی دیوی تاریخی پیښی په توګه برخورد کوی او دهغی په نسبت چندان ځان مسؤل نه ګڼی او له مودونه د لویدلی پیښی په سترګه ورته ګوری چه د کتابونو او کتابتونونو زینت یی ګرځیدلی وی او بس ، تر دی زیاته پاملرنه ورته د وخت ضیاع ښکاری چه مونږ همدا اوس د خپلو تیرو انقلابونو په نسبت د خپلو ځوانانو عکس العمل په سر سترګو ګورو،

زمونږ نننی ځوان نسل هم د همداسی یوی مخمصی ښکاردی. علتونه یی ممکن زیات وی یو څو یی په لاندی ډول دی :

لومړی: د کمونستی کودتاه روس پلوه سره لوبغاړی چه د مثبت تحول د شعار په زمزمه کولو سره یی چه کومی شیدی موره (مایه) کړی وی، ډیر ژر ورڅخه ورانی شوی او لا تر اوسه یی تریووالی موجود دی، اووی به.

دغه ښاغلی له هر راز سیاسی تجربی عاری، تش په نامه ملت پال، او په ټوله کی د خپل ملت له فکری ایډیالوژی او ټولنیز چاپیریال له اصولو سره نابلد وو؛ انقلابی پاڅون یی د بل چا په اشاره رهبری کیده او د ملت له متن نه یی سرچینه نه وه اخستی تر ټولو بده یی لادا چه د خپل هیواد له تاریخ او کارنامو هم ناخبره وو ویل به یی چه : تودی پادی دی، دوی ښوونځیو کارخانو وزارتونو او بالآخره ټولو عامه تم ځایونو ته وسلی ولیږدولی، دی کارته یی دانقلاب نوم ورکړ، ټول هیواد یی په زندان تبدیل کړ، د اختناق یوه فضا‌ء یی حاکمه کړه، دخپلو خلکو سره په دښمنی کی ډیر لیری ولاړل. ددوی د حدس اوتخمین برعکس ملی تودی (رمی) په طوفانونو او اور غورځوونکوغرونو واوښتی په پای کی یی چه کوم اور بل کړی وو پخپله همدوی پکی لولپه شول.

دوهم: لکه چه پورته یادونه وشوه یو شمیر مجاهدنما ابن الوقت عناصر چه نن اوپرون یواځی اویواځی د خپلو شخصی مصالحو په نشه کی ډوب وو اودی.

نن هم ددوی مرګ بار سکوت او له تیرو څو لسیزو څخه له راروان دردناک وضعیت څخه ددوی ناسم تعبیر، یو له هغو سترو لاملونو څخه دی چه د نننی ځوان نسل لپآره د مغناطیسی خوب حیثیت لری، دوی دتجاهل عارفانه څخه په کار اخستنی سره زمونږ ځوان نسل تخدیر کړی، زه خو په افغان ځوان کول کی دا وړتیا وینم ؛ چه کولای شی د روسی اشغال په مهال له هغو ځوانانو څخه په الهام اخستلو سره چه پخپل ځوانمردانه پاڅون سره یی دنړی لوی زبرځواک ( USSR ( ته د پای ټکی کیښود.

اوسنی ځوانان د پخوانیو هغو په نسبت نه کمزوری دی اونه هم بی غیرته. بلکه د علمی معلوماتوله مخی، که دهغوی څخه ځواکمن نه وی نو کمزوری خو هیڅکله هم نه دی. یواځی او یواځی د سالمی توجیه نشتوالی دی چه دوی یی ویده پریښی دی،او د خپل وطنی او ایمانی مسولیت د ترسره کولو څخه یی بی برخی ساتلی دی.

ځینی زاړه جهادی بقایا چه پخپله د (التَّوَلِّى يَوْمَ الزَّحْفِ) په رنځ رنځیږی، دوی خپل مسولیت ته هسی هم شا کړیده، هغه هم په داسی یو حساس او باریک وخت کی چه غربی اشرباڼو په هیواد کی د احزابو دغزوی یاد تازه کړی ” (يوشك أن تداعى عليكم الأمم كما تداعى الأكلة إلى قصعتها ).

دوی خو د مادیاتو سیلاب پسی واخستل، له مرګه وویریدل او دنارینه توب صفت (من المؤمنین رجال ) یی له مینځه ولاړ، له بده مرغه د (وهن ) په نامه دغی ناروغی زمونږ ځوان نسل ته هم سرایت وکړ. دغه ښاغلی کله کله متاسفانه د شرعی مفاهیمو لکه عباداتو او نورو هم ناسم تعبیر کوی، کله وایی په هیواد کی جهاد ختم شو.ددی مطلب به داوی چه یو شپیته اتیا کلن سړی ووایی چه زما نور لمونځ او روژه بس دی ، شپیته اتیا کاله می په ګرمی او یخنی کی ډیری سجدی ولګولی،او ډیری روژی می ونیولی ، که خدای می بخښی نو همدا هم ورته کافی زه نور له لمانځه او روژی ستړی شوی یم خو الله ورته فرمایی چه: وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّى يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ

لمونځ ،روژه جهاد او نور عبادات خو مسلمان ته تر وروستی سلګی هم نه معاف کیږی او که چا ځان بریء الذمة وګرځاوه نو کافر کیږی.

نه پوهیږو دغه جنابان د کوم دلیل پر اساس، کله یوه فریضه او عبادت لکه جهاد فرض ګرزوی او کله یی بیا منسوخوی ،آه !!! څومره جرات لری دوی ماشاءالله.

دخدای لپاره تقریبا څلور لسیزی د ددین او وطن لپاره مبارزه افغانانو وکړه ، مګر دواک اوځواک او د احمدشابابا او نورو اتلانود تخت او تاج څښتنان جان کیری اودهغه نوکران ،چه هر یو یی د واسرای رول لری ناست دی، دوی هیڅکله هم د مظلومو افغانانو درد نه شی احساسولی : آنهاییکه از بستر ناز به کرسی اقتدار برسند یزید میشوند.

دوی دومره پوهیږی چه په ملت مسلط وی.خو دومره نه پوهیږی چه د ملت چاری به بیا څوک سمبالوی ؟
نه پوهیږو دوی به اسلامی او ملی مفاخر او مفاهیم څرنګه توضیح کوی؟ ددوی یوه ورځ په واک کی پاتی کیدل = افغانان سل کاله شاته ټیل وهل کیدل

تردی دمه خو دغه فورموله شپاړس کلونه وچلیده او لا روانه ده .اوس نو څرنګه ممکنه ده چه څو راتلونکی نسلونه به دغه لویه خلا جبران کړی؟

اسلام پالو؟!!! افغانانو! د خوږ ژبی شاعر مطیع الله تراب له قوله چه وایی : آیا ستاسو مبارزه او ګوت څنډنه تر همدی ځایه وه؟ چه که تاسو د آرام او سوکاله ژوندانه څښتنان شی نو بیا جهاد هجرت ملی پاڅون اسلامی حکومت ټولنیز عدالت او… ( نور هغه څه چه تاسو به د خپلی مبارزی د مقدس آرمان د تحقق لپاره اساسی مادی ګڼلی ) دا هرڅه مو په اوبو لاهو کړل؟

دخدای لپآره نور نو ددی قهرمان ملت په حافظه ملنډی مه وهی

که پخپله مو آرمان سوکاله ژوند وو او اوس مو هغه ترسره شوی وی او پریښودلو ته یی چمتو نه یاست، نوالله دی پر تاسو پیرزو لری، خو البته یوه مرسته وکړی هغه هم د خدای، ملت او خپل دین په خاطر د نورو لاره مه ډب کوی، پریږدی چه نور کار وکړی افغانان قحط الرجال نه دی، ددی ملت یوه په زړه پوری ځانکړتیا داده چه داملت څومره تر فشار لاندی راځی هومره ځواکمن کیږی او د مقاومت کچه یی لوړیږی ددی ملت سره به اوس مهال ستاسو ډیییییییییییره لویییییه ښیګڼه همداوی چه تاسو چپ شی ستاسو سکوت به ددی ملت سره لویه او تاریخی وفا وی، الله مو موفق لره آمین .

دافغانانو دی الله مل شی. دوی لکه دپشکال د ګرم موسم روژه دارو په څیر چه تر ماښامه شیبه شیبه شمیری، افغانان هم همداسی سولی ته تږی دی له هری خوا نه چه کوم نوی غږ واوری دماښام دبانګ هیله تری لری ،دسولی تنده پری ماتوی، دچارواکو په نوم په کابل کی د نصب شویو انسانی مجسمو او پردیو مهرو لاپی هم دځان او ملت لپاره الهی الهام ګڼی، هغوی بیوزلان خو دخپلو ځانونو واک هم نه لری، عجیبه خو لاداده یوشمیر ساده افغانان له داخل او خارج نه د میډیا له لاری راز راز غوښتنی ورڅخه کوی فلانی وزیر؟!! صیب نه مو دا غوښتنه ده. له جلالتمآب رئیس جمهور؟!! نه موغوښتنه داده (لاتقولوا للمنافق سیدا فان یک سیدا فقد اسخطتم ربکم ).

دغه بلواکان په ډیر وقاحت سره د ملی وحدت اصطلاح هم په خبرو کی ډیره یادوی کله کله بیا د نړی له ګوټ ګوټ نه د مهاجرو افغانانو د عودت پر موضوع هم د تمساح اوښکی تویوی او د نړی د نورو با صلاحیته چارواکو په څیر احکام صادروی، مایک ته چه ودریږی نو ځانونه ورته مطلق العنان شاهنشاهان ښکاری لکه چه وایی:
– مهاجر افغانان باید ژرترژره خپل هیواد ته راستانه او راجمع شی

– خو د څه لپاره؟

– آیا کاری وسایل او همدارنګه دژوند نوری اسانتیاوی مو ورته برابری کړی دی؟

– نه خیر! داخو ددوی وظیفه ده تر څو راشی او خپل وطن آباد کړی

– ستاسو دنده به څه وی؟

– د خارجیانو پر مټ د طبیعی شتمنیو د چور او تالان بی شمیره پروتوکولونه یو سبا او بل بیګا لاسلیکول
– آیا ملت ترهر څه د مخه سولی ته اړتیا نه لری ؟

– هیواد ته دی ټول راشی او بیا دی همدلته پخپله سوله ټینګه کړی دا خو د ملت کار دی او دهغوی اړتیا ده ( مونږ ته البته سوله زیانمنه ده ، نه ګټوره) مونږ ته خو د هغه چا له خوا چه پر مونږ یی د واک اوځواک پیرزوینه کړی، ډیری نوری دندی راسپارل شوی دا ملت پر مخ بیولای شی؟

– بیا له ګاونډیوهیوادونو او نوری خارجی نړی څخه دی سور اور ته د افغانانو عودت څه معنی؟

– داځکه چه ( بزرگوں -خارجيانو- نے فرمایا: چه کله هم افغانان د سولی غوښتنه او شورما شور کوی نو تاسو به ورته وایاست چه ) د ټولو افغانانو راجمع کیدل په هیواد کی د سولی له ټینګښت سره مرسته کوی .

دوی له ملت نه سوله غواړی، په داسی حال کی چه دوی په خپله د نورو په اشاره دجګړی اسباب برابروی له هجرت نه راغلی افغانان یی هم د جګړی په اور کی لولپه کړل.

لکه چه د اردو یو شاعر وایی:
بکھرے ھوے پتوں کی طرح ہیں ہم

اگر کوئی سمیٹتے بھی ہیں تو صرف جلانے کیلے

ژباړه: مونږ ( افغانان ) د خورو ورو (شیندل شویو) پاڼو په څیر یو که مو څوک ( د سولی په نوم ) راټول ( رایوځای) هم کړی نو د سوزولو لپاره.

که دداخلی مهرو برسیره که هر څومره نړیوال د افغانانو د ملی یووالی استقلال آزادی او آبادی لاپی ووهی هغه به بیا هم د تباهی او بربادی نوی پلانونه وي.

لوی الله دی پر دی ملت ترحم وکړی آمین یارب العالمین



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.