هدف

پوهنیار سیداصغر هاشمي

ښوونه د ژوند تېرولو وسیله ده او روزنه یې هدف دی او که ووایو چې ښوونه روبنا ده او روزنه یې زیربنا ده.
ښوونه او روزنه یو د بل لپاره لازم او ملزوم دي او د ښوونېزې وسیلې پواسطه انسان ځان یو هدف ته رسولی شي.

هره کوټه چې چت ونه لري، د ژوند تېرولو لپاره سم او مساعد ځای ورته نشو ویلای، د کوټې دیوالونه وسیله کېږي چې سقف(چت) یوه ځانګړې وظیفه پر مخ وړي.

د انسان د پیدایښت اصلي منبع د پلار XY او د مور XX کروموزومونه دي، یعنې د مور او پلار د دغو کروموزومونو د يوځای والي نه جنین لاس ته راځي او د مور او پلار د اکثرو بېروني او دروني خصوصیاتو د لېږد وظیفه دRNA ده.

دمور او پلار پرهیزګاري او ګنهکاري په مستقیم او غېر مستقیم ډول د انسان د پیدایښت نه وروسته پکې موجود وي.

د قران حکیمانه نظام د انسانانو لپاره د مور رحم ښوونېز تهداب کڼلی دی، د اکثرو ښو مور او پلار نه داسې اولادونه پیداکېږي، چې د کورنۍ نوم ژوندی ساتي او د بدو والدینو نه بد اولادونه پیدا کېږي، خو کله کله پکې
استثنات موجود وي.

که د انسان تهداب د نطقې ټاکلو د لومړۍ ورځې پیاوړی وي، نو حتما به انسان د ښو ځانګړنو درلودونکې وي.
هغه ونه ډېره پیاوړې وي چې ریښې یې په ځمکه کې هرطرف ته تللې وي، د ونو تهداب یې همدغه ریښې دي او د همدغو ريښو پواسطه ولاړې دي او د ډېرو توکو خدمتونه کوي.

غرونه هم د الله تعالی په حکم ځای پرځای ولاړ دي او ځمکه خوریدو ته نه پرېږدي او ریښې یې ځمکه کې ښخې شوې دي، یعنې د غرونو تهداب هم ډېرمهم دی او هر غر چې څومره لوړوالی لري له هغې زیات چقروالی (ځمکه) کې ښخ دي.

د غرونو د ژوند هدف هم په تهداب کې دی او همدغه د ځمکې لاندې ریښې دي چې دا غرونه پرې ولاړ دي.
لکه څنګه چې د انسان په ژوند جوړولو کې یې تهداب مهم دی دغه شان د غرونو او ونو لپاره هم تهداب مهم دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.