د ژوندانه ۳۰ قوانین‎

ژباړه: عبدالجمیل ممتاز

۱- د خپل ژوند لپاره قوانین وضع کړئ او هڅه وکړئ چې ترې سرغړونه ونکړئ، دا قوانین له متخصصو او باتجربه خلکو سره له مشورې وروسته تدوین کړئ.

۲- د (ځان، چاپېریال او هغه خلک چې ستاسو ژوند کې رول لري) په اړه باید کافي پوهاوی ولرئ.

۳- دا ټکی په پام کې ولرئ چې تاسو د خپل ژوند په جوړولو کې لویه ونډه لرئ. ډېر ځله همدا تاسو یاست چې کولی شئ له ژوند نه خوند واخلئ یا د خولې خوند ورباندې خراب کړئ.

۴- زیات څیزونه چې ستاسو په ژوند کې شته او خوښ مو نه دي، کولی شئ پخپله یې له منځه یوسئ. لکه: له خپلې دندې نه که راضي نه یاست، نو یوازې دې ته اړ یاست چې پلټنه وکړئ تر څو بله ښه دنده ومومئ یا که چیرې له خپل چاغښت نه رنځ وړئ، نو ښه ده چې لږ همت وکړئ.

۵- په ژوند کې د یو قرباني رول مه لوبوئ یا هڅه مه کوئ چې د تېرو ترخو تجربو په دریادولو سره ځانته پلمه ولټوئ. دا کار پرته له دې چې تاسو نهیلي کړي او د بریا او پرمختګ مخه مو ونیسي، نور هیڅ نه کوي.

۶- نور د خپلې ناکامۍ په تور مه نیسئ، ژوند ستاسو دی، نو همدا تاسو یاست چې بیا او بیا خپل ژوند رغولی شئ.

۷- هر فکر او تصمیم ته چې زړه ښه کوئ، نو هرومرو پایلې هم لري. که چیرې مثبت فکر وکړئ، پایله به یې مثبته وي او که د منفي افکارو شا ونیسئ، نو طبعاً چې پایله به یې منفي وي.

۸- په ژوند کې د ناسمو پېښو علت ومومئ یا خپلو تېرو تجربو ته یو ځل بیا سر ورښکاره کړئ، تر څو وتوانیږئ لامل یې پیدا کړئ.

۹- هیڅکله له بدلون نه مه ویریږئ، کله کله کیدی شي بدلونونه ستاسو په ژوند کې مهم رول ولري او ستاسو د تمې سره سم عمل وشي.

۱۰- واقع بین اوسئ؛ ځان، ژوند او چاپېریال مو لکه څنګه چې دی، ویې پېژنئ، نه هغسې چې تاسو یې غواړئ.

۱۱- ځان سره صادق اوسئ، که پوهېدئ چې یو کار ستاسو د بریالیتوب لامل نه ګرځي، بیخي یې پرېږدئ او ددې پر ځای چې پلمه وګورئ فوراً لاس په کار شئ.

۱۲- سمه او دقیقه تصمیم نیونه وکړئ.

۱۳- په یاد ولرئ، دا ستاسو کړنې دي چې ستاسو د ژوند کیسه لیکي.

۱۴- خپل افکار، هیلې، اهداف او تصمیمونه مو پر هدفمنو او معنا لرونکو کړنو باندې وژباړئ.

۱۵- ځانونه مو د هغو پایلو پر اساس وارزوئ چې تاسو یې ترلاسه کوئ، نه د حروفو پر اساس.

۱۶- خپل درد وپېژنئ، څو له هلاکوونکي لامل څخه یې خلاصون ومومئ. دا مو په پام کې وي چې همدا درد کولی شي، ستاسو په ژوند کې د یو بدلون لپاره انګیزه وګرځي.

۱۷- کله کله په ژوند کې د رېسک منل د بریا سبب ګرځي. خو که چیرې په هوښیارۍ او درایت سره دا کار ترسره شي، نو بریا مو په برخه ده. که څه هم د رېسک منل په سر کې یو څه ویره لري، خو بې ارزښته نه وي. یاده دې وي چې د دغه کار لپاره باید ډېر عادتونه، راحتونه او بلدتیاوې له پامه وغورځوئ.

۱۸- هغه فلترونه چې ستاسو د سترګو مخه یې نیولې تر څو د دنیا ښایستونه ونه وینئ، لېرې وغورځوئ.

۱۹- څنګه چې تاسو دنیا وینئ، پېژنئ او تجربه کوئ یې، نو دا تاسو یاست چې کولی شئ دا هم وټاکئ چې دنیا ته څه ډول وګورئ او څنګه یې تجربه کړئ؟ د انتخاب دغه واک د ژوند په هر پړاو کې تاسو سره دی.

۲۰- هغه لاملونه چې ستاسو له لید نه پر دنیا اغېز کوي، وپېژنئ او که چیرې منفي ول، پر مثبتو یې بدل کړئ. که د تېرو ترخو تجربو له پلوه دنیا ته ګورئ، نو پوه شئ چې د همغو تجربو پر اساس خپل حال او راتلونکی جوړوئ.

۲۱- تاسو د خپل ژوند مدیران یاست، باید د مدیریت غوره ستندردونو پر اساس یې روان کړئ، تر څو ښه پایله در په برخه کړي.

۲۲- که له ځان نه زیاته تمه نه ونلرئ، نو په کوم پوړ کې مو چې کلونه تېر شول، نور به هم هملته پاتې شئ. باید د لوړو اهدافو په فکر کې شئ، خو دا ټکی هم په پام کې ولرئ چې هیڅکله هم د واقعیت له پولې وانوړئ.

۲۳- دا موږ یوو، چې خپلو اطرافیانو ته یې ور زده کوو چې موږ سره باید څه ډول چلند ولري. د اطرافیانو یعنې شاوخوا کسانو سم یا ناسم چلند هغه شخصیتي تصویر دی، چې موږ ورته ترسیم کړی دی.

۲۴- هغه محدودیتونه او قوانین چې باید خلک یې ستاسو پر وړاندې رعایت کړي، هغوی ته ور وښیئ. دا په دې معنا نه ده چې ګواکې مستقیماً یې ورته بیان کړئ، بلکې کولی شئ پخپلو خبرو کې نوموړي ټکي او مسوولیتونه ښه په ښکاره ور په ګوته کړئ. پخپله ځان ته زیات درناوی ولرئ، تر څو نور هم په همغې سترګه درته وګوري. دا ښکاره ده، کوم څوک چې ځانته ارزښت نه ورکوي، له نورو نه دې هم د ارزښت تمه ونلري.

۲۵- کله کله په کار ده چې نورو ته په غوږ کې وڅڅول شي، چې سم چلن نه کوي. دا کار د دې لامل ګرځي، څو هغه ناسم چلند تکرار نشي.

۲۶- د بخښنې لپاره باید زیات ارزښت قایل شئ. لکه پخواني چې وايي: په بخښنه کې هغه خوند دی چې په انتقام کې نشته. نو داسې فکر وکړئ چې په انتقام مو یوازې هسې خپل روح ځورولی دی او کوم افکار چې ستاسو روح او روان ته صدمه رسوي، هغه مو په ځان کې پاللي دي. دا مهمه نه ده چې پلانکی سړی ستاسو په اړه څه فکر کوي، تاسو ته په کار ده چې د خپل روحي سکون او سلامتیا په خاطر بخښنه وکړئ.

۲۷- د غوصې او عصبانیت کنټرولولو واک باید ولرئ او داسې لارې چارې وکاروئ چې ستاسو د غوصې او ناسم چلند مخنیوی کوي.

۲۸- دا په یاد ولرئ چئ نفرت، حسادت، او قهر د بنیادم وجود خرابوي او هغه کسان چې دا صفتونه په ځانونو کې پالي، هغوی خپل ځانونه له منځه وړي. غوصناک احساسات غوصناکه څهره در په برخه کوي. دا احساسات نه یوازې ستاسو پر روح باندې اغېز کوي، بلکې نور بد عواقب لکه د خوب اختلال، سر دردي، ملا دردي، او ان قلبي سکته هم د ځان سره لري.

۲۹- په ژوند کې تل هغه څه ته رسیږئ چې تاسو یې په اړه فکر کوئ او هغه څه تر لاسه کوئ چې تاسو یې غواړئ.

۳۰- تر ټولو مهم ټکی دا دی چې هیڅکله هم خدای مه هیروئ، هغه هر وخت په یاد ولرئ او ورباندې توکل کوئ.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.