تښتول شوې اسټرالیايي میرمن خوشي شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۸مه ۱۳۹۵ل): د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اسټرالیا تابعیت لرونکې تښتول شوې میرمن بیرته خوشي شوې.

څلور میاشتي مخکې د کیري جین ویلسن په نامه یوه ۶۰ کلنه میرمن په جلال اباد کې ښځو د خیاطي زده کولو له مرکز څخه تښتول شوې وه.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي : « زه تاییدوم چې په افغانستان کې تښتول شوې میرمن را خوشي شوې، هغه اوس جوړه او په خیر ده».

نوموړي دا نه دي ویلي چې په څه توګه تښتول شوې میرمن خوشي شوې، خو زیاته کړې چې د افغان دولت او په کابل کې د خپل کونسل څخه مننه کوي چې د نوموړي په راخوشي کولو کې مرسته کړې.

او زیاته کړې: ددې لپاره چې په افغانستان کې د تښتول شویو کسانو او همداسي د تښتوني سره مخ کېدونکو کسانو  ژوند او برخلیک خوندي وي، په دې خاطر نه غواړي چې د کیری جین ویلسن د خوشي کېدو د څرنګوالي په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي.

باید وویل شي چې د یادي میرمن د نیول کېدو او خوشي کېدو وروسته هم هیڅ لوري ددغه پيښي مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.

بل خوا د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي چې ددوی ځانګړو ځواکونو په ننګرهار کې عملیات وکړه او نوموړې د تښتوونکو له منګولو راخوشي کړه.

په دې وروستیو کې په کابل او ننګرهار کې د پیسو لپاره د بهرنیانو، مالداره خلکو او د هغوی د ماشومانو تښتوني زیاتي شوي، دوه اونۍ وړاندي په کابل کې د امریکايي پوهنتون دوه پروفیسوران تښتول شوې وه چې یو یې امریکايي او بل اسټرالیايي دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسان چا تښتولي او څه غوښتني لري.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.