مه خفه کېږه! (۱۱۵)

لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن:- رحمت الله مومن

۞ دمه!

لاندې حدیثونه په بشپړ غور سره ولوله!
رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي:

(( وَ إنَّ الله إذا أحبَّ قوماً ابتلاهم، فمنْ رضي فله الرِّضا، ومنْ سخطَ فَلَهُ السَّخْط ُ)) .
ژباړه: ( د الله تعالی چې څوک خوښ شي، له ازمیښت سره یې مخ کړي، څوک چې پرې خوښ شو، له هغه څخه الله تعالی خوښېږي او څوک چې پرې نا خوښ شو، الله تعالی ترې ناراضه کېږي. )

(( أشدُّ الناسِ بلاء الأنبياءُ ، ثمَّ الأمثلُ فالأمثلُ ، فَيُبتلى الرجلُ على قدرِ دينهِ ، فإنْ كان في دينهِ صلابًا أشتدَّ بلاؤه ، وإن كان في دينه رقَّةٌ ابتُلي على قدرِ دينه ، فما يبرحُ البلاءُ بالعبدِ ، حتى يتركهُ يمشي على الأرضِ وما عليه خطيئةٌ )) .

ژباړه: ( په خلکو کې تر ټولو سخت ازمیښت بر پیغمبرانو وي، بیا چې د چا مرتبه د الله تعالی په نېز لوړه وي، پر هر شخص د هغه د دین په کچه ازمیښت کېږي، که چرته په دین کې یې قوت وي، ازمیښت هم سخت وي او که په دین کې یې کمزوري وي؛ نو د خپل دین په اندازه پرې ازمیښت کېږي، یو بنده تل له ازمیښت سره لاس او ګرېوان وي، تر دې چې پر ځمکه به ګرځي او هېڅ ګناه به پرې نه وي. )

(( عجباً لأمرِ المؤمنِ إنَّ أمرَّهُ كلَّه خيرٌ !! وليس ذاك لأحدِ إلا للمؤمنِ ، إن أصابتْه سرَّاء شكر، فكان خيراً له ، وإنْ أصابتهُ ضرَّاء، صبر فكان خيراً له )) .

ژباړه: ( د مومن پر حال تعجب دی، ټول کارونه یې د عاقبت په لحاظ د خیر دي او دا یوازې د مومن ځانګړتیا ده، که خوښي ور ورسېږي، شکر پرې وباسي؛ نو شکر ورته خیر شي او که له کومې ستونزې سره مخ شي؛ نو له زغم څخه کار اخلي، نو ورته خیر شي. )

(( واعلمْ أنَّ الأمة لو اجتمعتْ على أنْ ينفعوك بشيءٍ لم ينفعوك إلا بشيءٍ قد كتبُ اللهُ لك ، وَلَوْ اجتمعوا على أنْ يضرُّوك بشيءٍ لم يضروك إلا بشيءٍ قدْ كتبهُ اللهُ عليك، رُفِعَتِ الأَقْلَامُ وَجَفَّتْ الصُّحُفُ )).

ژباړه: ( او پر دې پوه شه که دا ټول امت په دې خبره سره یو شي، چې تا ته څه ګټه در ورسوي، هېڅ ګټه به در و نه رسوی، پرته له هغې نه چې الله تعالی درته لیکلې وي او که په دې سره راټول شي، چې تا ته څه زیان در ورسوي، هېڅ زیان به در و نه رسوي، پرته له هغې چې الله تعالی درته لیکلې وي، قلمونه پورته شوي او هغه کتابونه ( د تقدیر ) هم وچ شوي دي، چې په هغه کې په سیاهي سره لیکل شوي دي. )

(( مَثَلُ المؤمنُ كالخامةِ من الزرعِ، تُفيِّئُها الريحُ مَرَّةً، وَتَعْدِلُهَا مَرَّة )) .
ژباړه: ( د مومن مثال د نوي ټوکېدلي فصل په څېر دی، چې هوا یې کله سموي او کله یې کږوي. )

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.