بنګلادیش له افغانستان سره د کرکیټ سیریز تایید کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۸مه ۱۳۹۵ل): د بنګلادیش کرکیټ بورډ ومنله چې د ستمبر د میاشتې له ۲۵مې تر اکتوبر اولې نېټې پورې به د افغانستان کرکيټ لوبډلې کوربه وي.

د بنګلادیش کرکیټ بورډ مشر نظم الحسن ویلي چې دغه سیالۍ به په ۲۵، ۲۸ او ۳۰ ستمبر په شیربنګله لوبغالي کې ترسره شي. هغه زیاته کړې چې د لوبډلې مشر لوبغاړو د انګلستان سره تر سیالیو وړاندې د لوبو د سیریز وړاندیز کړی و چې دوی ومنلو او افغانستان ته يې د لوبو بلنه ورکړه.

بنګلادیش تېر کال د پاکستان، هند، جنوبي افریقا او زمبابوۍ کوربه و خو د تېر تقریبا یو کال راهیسې هېڅ یوه لوبډلې بنګلادیش ته د لوبو لپاره نه دی تللی.

دا لومړی ځل دی چې بنګلادیش دې له افغانستان سره د درې یو ورځېنۍ لوبو یو سیریز ترسره کوي. تر دې وړاندې دواړه لوبډلې په نړیوالو ټورنامنټونو کې سره مخامخ شوي وو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.