مه خفه کېږه! (۱۱۷)

لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن:- رحمت الله مومن

۞ د ژوند په ورستیو شېبو کې هم موسکانده اوسه!

ابو ریحان البېروني، چې په ( ۴۴۰ هــ ) کې وفات شوی، پوره اته اویا ( ۷۸ ) کاله د علم په تحصیل بوخت او کتابونو تصنیف ته یې ګونډه وهلې وه، په علومو کې یې باریک او ژور بحثونه وکړل، نوي نوي ابواب یې پرانیستل، تل یې په لاس کې قلم او سترګې یې د کتابونو پر مطالعه خښې وې.

فقیه ابو الحسن علي بن عیسی وایې:

( ابو ریحان ناروغه وو او د مرګ په پنجو کې نښتی وو، زه یې پوښتنې ته ورغلم، هغه په دغسې حالت کې سر را پورته کړ او ویې ویل: تاته به یادوي چې یوه ورځ دې له ما څخه د میراث په مسئله کې د لرې نیاګانو په اړه پوښتنه کړې وه او دا هماغه دي، چې د مور له طرفه وي!؟

ما د شفقت پر بنیاد هغه ته وویل: په دغسې حالت کې هم دغه ډول سوال او ځواب!؟
هغه وویل: ای وروره! ایا له دغې نړۍ سره په داسې حال کې خدای پاماني وکړم، چې زه پر دغه مسئله پوه نه اوسم او بل چاته یې و نه رسوم!؟

هماغه وو، چې له خپلې وعدې سره سم یې زه پر هغه مسئله پوه کړم، همدا چې له هغه څخه را ولاړ شوم او دباندې راووتلم، نو له دننه څخه د ژړا اواز راغې: دا هماغه لوړ همت وو، چې په ډېرو سختو حالاتو کې یې د ژوند چارې سمبالولې.

عمر فاروق رضی الله عنه د مرګ په پنجو کې نښتی او له ټپونو څخه یې وینې بهېدلې، له صحابه وو رضی الله عنهم څخه یې وپوښتل: ایا لمونځ مو کړی او که نه!؟

سعید بن الربیع رضی الله عنه د احد په غذا کې په خپلو وینو کې لت پت پروت د رسول صلی الله علیه وسلم په اړه پوښتنه کوي، چې هغه څنګه دی؟

ابراهیم بن الجراح وایې:

د قاضي ابو یوسف رحمه الله پوښتنې ته ورغلم، څه ګورم چې بې هوښه پروت دی، کله چې په هوښ راغی، ما ته یې وویل: په دغه مسئله کې څه وایې؟

ما ورته وویل: ته په دغسې حالت کې هم د مسئلو په اړه غږېږې؟ هغه وویل: پروا نه لري، خپل درد پرې دوا کوم!

بیا یې وویل: ای ابراهیمه! د جمراتو په ویشتلو کې کوم یو یې غوره دی، پلي او که
سپور؟

ما ورته وویل: سپور.
هغه وویل: تېر وتلې!
بیا ما وویل: پلي.
هغه وویل: بیا هم تېر وتلې!
بیا ما وویل: ښه نو کوم یو یې غوره دی؟

هغه وویل: کله چې د جمراتو سره نېږدې ولاړ وې، د هغه لپاره پلي ویشتل غوره دي او که نه نو بیا سپور ویشتل غوره دي، په دې سره جوخت زه را ولاړ شوم تر دروازې لا نه وم رسېدلی، چې غږ مې واورېد، هغه وفات شو.

#لاتحزن



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.