د حج واجبات!

رحمت الله مومن

۱- له مقياتو څخه احرام تړل .

۲- په طواف کې بل چاته زحمت نه رسول .

۳- د طواف نه وروسته دوه رکعته لمونځ کول .

۴- په اوداسه سره طواف کول .

۵- د حجرالاسود نه په طواف پيل کول .

۶- د بيت الله او حطيم په چاپير طواف کول .

۷- په طواف کې بل چاته زحمت نه رسول .

۸- سعی د صسعی د صفا څخه شروع کول او په مروی پای ته رسول .

۹- په سعی کې اوه ګردشه پوره کول .

۱۰- د عرفی د ورځی د زوال نه وروسته تر ماښام پورې په عرفات ودريدل .

۱۱- په مزدلفه کې د مشعرالحرام سره يوه شيبه ودريدل .

۱۲- د اختر په ورځو کې د عقبی جمرې ويشتل .

۱۳- د حج يا عمرې په پای کې د ويښتانو خريل يا لنډول .

۱۴- د اختر په اوله ورځ قرباني کول (د څاروي حلالول) اول ذبح بيا د ويښتانو خريل .

۱۵- د صفا او مروی د سعی کولو لپاره نيت کول .

۱۶- طوا ف صدر کول .

که له حاجی څخه کوم واجب عمل ترک شي، نو دم (د څاروي حلاول ) پری لازميږي که يې دا په توان کې نه وي يعنی اقتادی توان ونه لري، نو لس روژی به نیسی، دری ورځې په مکه کې او پاتی چې کله کور ته ورسيږي .

پای

رحمت الله مومن



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.