ولسمشر غني د بامیان هوايي ډګر او بامیان -میدان ښار لویه لاره پرانېستله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۸مه ۱۳۹۵ل): ولسمشر اشرف غني نن په بامیان ولایت کې د میدان ښار – بامیان لویه لاره او د بامیان هوايي ډګر پرانېستلو.

ارګ په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د «ملي وحدت شهید استاد عبدالعلي مزاري» هوايي ډګر پرانېست.

له اشرف غني سره د بامیانو هوايي ډګر د پرانېستې پر مهال د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش، محمد محقق، د کابېنې یو شمېر غړي او یو شمېر سفیران هم موجود و.

پر دې سربېره اشرف غني د میدان ښار-بامیان سرک چې د رغونې چارې یې په ۱۳۸۴ل کال کې د ایټالیا د حکومت په مالي مرسته پیل شوې وې پرانېست.

په عین حال کې د هزاره‌ګانو روښنايۍ غورځنګ بیا د بامیانو هوايي ډګر او د بامیان – میدان ښار لارې پرانېسته د حکومت لخوا خلکو ته فریب ورکول ګڼلي دي.

دوی ویلي چې دغه دوه پروژې په ۲۰۱۲ز کال کې د حامد کرزي د حکومت پر مهال د کریم خلیلي لخوا پرانېستل شوې وې.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.