پېښور: افغان قونسلګرۍ کې د اسنادو تصدیق په تجارت بدل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۸مه ۱۳۹۵ل): په پېښور کې افغان مهاجرین وايي چې د افغانستان قونسلګرۍ دننه د افغان زده‌کوونکو د اسنادو تصدیقول تجارت ګرځېدلی دی.

پېښور مېشتی افغان مهاجر شکرالله مخلص وايي چې لا هم له هغه افغانانو د اسنادو د تصدیق لپاره پنځه ډالر یا ۵۵۰ کلدارې اخېستل کیږي چې د افغاني ښوونځیو پر ځای يې په پاکستاني ښوونځیو کې درسونه ویلي وي.

تر دې وړاندې په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمرزاخیلوال د ښوونځيو د زده کوونکو لپاره د اسنادو په تصدیق د پنځو ډالرو اخېستل معاف کړي وو.

شکرالله مخلص وايي چې افغان قونسلګرۍ لا هم د افغان زده کوونکو څخه چې په پاکستاني ښوونځيو کې زده کړې کوي د اسنادو (سه پارچه) تصدیقولو پر مهال ترې ۵۵۰ کلدارې اخلي خو د قونسلګرۍ په کتاب کې بیا «مفت/رایګان» لیکي.

هغه زیاتوي چې د اسنادو د تصدیق عریضه چې په فوټوکاپي بڼه ده، د قونسلګرۍ دننه په پنځوس کلدارې خرڅول کیږي، همدا راز د قونسلګرۍ دننه د یوه سند فوتوکاپي ۵۰ کلدارې اخېستل کیږي، په داسې حال کې چې په بازار کې یې نرخ دوه کلدارې دی.

د سرچېنې په وینا هره ورځ نېږدې ۵۰۰ کسان قونسلګرۍ ته د اسنادو د تصدیق لپاره مراجعه کوي او دوی داسې خبرونه هم ترلاسه کړي چې قونسلګرۍ د دغو سندونو کاپي ته هېڅ ضرورت نه لري او مامورین یې ماښام مهال یا سوځوي او یا یې هم په تول خرڅوي.

د اسنادو تصدیق هغه مهال سوداګري وګرځېدله چې له پاکستانه د افغان مهاجرینو د بېرته ستنېدنې بهیر خورا تېز شو. په پاکستان کې د مهاجرینو نړیوال سازمان وايي چې اوسمهال هر ورځ په اوسط ډول پنځه سوه ثبت کورنۍ له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستنیږي.



یوه تبصره

  1. محمد ابوبکر افغان

    تېره ورځ مې نن ټکې اسیا وېبپاڼه کې د اسنادو په سر قونصلګرۍ کې د پېسو اخيستل کېدو او نورو ستونزو په اړوند د محترم شکرالله مخلص ورور لیکنه ولوسته، جناب مخلص صېب ليکلي وو چې سره ددې چې افغاني ٣پارچه باندې ٥ ډالر د سفير لخوا معاف شوې وې خو بیا هم هم قونصلګرۍ کې د بې وزله افغاني محصيلينو نه دغه پېسې اخيستل کېږي.

    خو نن خبر شو چې د یادې ليکنې خپرېدو نه لږ وخت وروسته د قونصلۍ بخش مسئول صالح محمد شېرزې چې په دې کار کې ښکېل وو د جنرال قونصل لخوا برطرفه شوې او دنده یې ځنډول شوې-

    دې نه مالوميږي چې جنرال قونصل داسې کړنو په مقابل کې غلې نه پاتې کيږي او جدي اقدام کوې چې دا کار یې د ستایلو دې.
    شکرالله مخلص صېب نه هم مننه چې د محصيلنو د پاره یې غږ پورته کړ او نن اسیا نشر کړ د دې پاڼې چلوونکو نه هم مننه

    هيله ده دا هم خپور کړۍ، دا ستاسو لاسته راوړنه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.