د سپین بولدک چمن لار به کله پرانیستل کیږي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: له تیرو ۱۲ ورځو راهیسې د چمن سپین بولدک لاره د پاکستاني چارواکو لخوا تړل شوی چې له امله يې افغاني او پاکستاني سوداګرو ته په میلیونونو ډالره تاوان اوښتی دی.

یاده ستونزه هغه وخت رامنځته شوه چې یو شمیر پاریدلو لاریون کوونکو د پاکستاني چارواکو له لوري د باب دوستي د تړلو په غبرګون کې پاکستانی بیرغ ته اور ورته کړ او په صفري نقطه جوړه شوې دروازه يي په کاڼو وویشتله.

په هیواد کې له شته ګډوډي او د حکومت له بیوسي څخه په سوء استفادې سره یو شمیر اخلالګر جهتونه غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلی وضعیت لا جنجالي او د پولې دواړه لوري ولسونه له مزیدو مشکلاتو سره مخ کړي.

په داسې حال کې چې په هیواد کې په جګړو سربیره نورې ډیرې ستونزې او ناخوالې هم شتون لري د سپین بولدک چمن لارې تړل کیدل له شکه پرته چې ټولو افغانانو په تیره د جنوب لویدیځ زون خلګو ته له حده ډیر مشکلات ایجاد کړي او لا یې هم ایجاد وي.

په تیره بیا اوس مهال چې د کندهار ولایت د بزګرانو تازه میوي رسیدلې او د پیرلو په غرض يې له همدې لارې پاکستان ته صادروي او یا پاکستاني سوداګر ځیني د اړتیا وړ مهم توکي له همدې لارې څخه افغانستان ته لیږي د یادې لارې بندول له شکه پرته چې د پولې دواړو غاړو ولسونو ته ډیر زیانونه لري.

د هیوادونو تر منځ د دغسي لانجو رامنځته کیدل یوه طبیعي خبره ده ، خو چارواکو ته يې په کار دې چې د خپلو ولسونو د دغه ډول ستونزو په حل کې بیړنی اقدام وکړي او پري نږدی چې د هغوی سوداګريزې ګټي د چار واکو د ناوړه سیاستونو قرباني شي.

د ملي یووالي حکومت که له خپل لوري د ولس لپاره کوم داسې پروګرام نه شي برابرولای چې د هغوی اقتصادي وضعیت ورسره ښه شي ، کم تر کمه هغه لارې چارې چې ولس د خپل اقتصادي معیشت د ښه والي لپاره ځان ته پیدا کړې د هغوی د بندولو کوښښ خو دي نه کوي.

دا ښکاره خبره ده چې د سپین بولدک چمن د لاري د بندیدو اصلي عامل د افغاني او پاکستاني چارواکو د غلطو پالیسیو محصول دی.

دواړو لورو ته په کار دي چې د خپلو ولسونو په حال ورحمیږي او د هغوی تجارتي او اقتصادي ګټي د خپلو ناسمو سیاستونو قرباني نه کړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.