democracy1

افغانستان د ډیمکراسۍ په لمبو کښي (۹)

لیکوال: سیف الرحمن رحماني

۶ـــ تعلیمي نصاب بدلول:

په اسلامي هیوادونو کي د ډیمکراسۍ د پلي کولو شپږمه موخه د تعلیمي نصاب بدلول دي. په داسي ډول چي بیخي مادي نصاب وي، اسلامي تاریخ او ثقافت مسخه کوي، لکه چي د افغانستان اوسنی تعلیمي نصاب جوړ کړای شوی دی. په دغه نصاب کي د جهاد په موده کي جوړ کړای شوی نصاب بیخي ختم کړی شوی دی. څو د افغانستان راتلونکی نسل په بشپړه توګه مادي وروزل شي، فکر او تیوري بدله کړای شي. همدغه موخه یې په پاکستان کي هم ده او د نصاب د بدلولو لپاره امریکا د خپل سفیر ریان سي کروکر په ذریعه یو سل پنځه څلویښت (۱۴۵)ملیونه ډالر مرسته ور کړه، چي د)(۲۰۰۶م)کال د جولایي په اوولسمه نیټه په پاکستان کښي امریکایي سفیر اعلان کړه. سعودي عربستان ته یې هم د نصاب د بدلولو لپاره همدومره مرسته اعلان کړې وه، مګر د سعودي عربستان د حکومت له پلوه د نصاب د بدلولو امریکایي فورمول رد کړای شو، چي له همدې کبله امریکایي تور صلیبي استعمار هم سعودي عربستان ته د یوسل او پینځه څلویښت میلونه ډالرو اعلان د)(۲۰۰۶م) کال د اپريل په میاشت کښي بیرته منسوخ کړ او ویې ویل له دې امله چي سعودي عربستان خپل تعلیمي نصاب بدلولو ته چمتو نه دی،امریکا هم خپل اعلان کړې مرسته بیرته فسخه کوي. په کویټ کي خو یې له ۱۹۹۳م کال راهیسي بدل کړی دی، ځکه چي په هغه هیواد کښي ډیموکراسي د امریکا په مرسته منځته راغلې ده.

۷ـــ کورنی نظام نړول:

اووم هدف یې په اسلامي ملتونو کي د کورني نظام نړول دي. په داسي ډول چي د ښځي د ازادۍ او حقوقو په نوم له میړه څخه بغاوت ته ښځي د عوت کوي. له کهول څخه بهر د کار کولو، په دولتي ارګانونو کي له سړیو سره د ګډ کارکولو، پروسې ته یې دعوت کوي، اولاد له مور او پلار څخه یاغي کوي او د کورنۍ خر غړی ځان پالني ته هڅوي، چي په نتیجه کي یې هاغه کورنی نظم او ډسپلین تالاترغه کړي، کله چي کورنی اسلامي نظام ونړول شي او د اسلامي روزني دغه لومړۍ مدرسه ونړول شي د ډیمکراسۍ پینځم هدف چي ټولنه فاسدول دي، په خپله تر سره کیږي، ځکه چي د یوې مهذبې او په حمیده اخلاقو د ګاڼلې او د افرادو د سالمي روزني لومړی مورچل نړول شوی دی، ټولنه نور په اخلاقي فساد کي له لاهو کیدلو څخه ژغورل شونې نه ده، ځکه چي ډیموکراسي په ګردو امورو کي ښځه له نارینه سره برابره ګڼي او برابر حقوق ورکوي، چي ښه  بیلګه یې په ایران کښي د ډیموکراسۍ له اصولو سره سم نارینه او ښځه په وراثت کي برابر ګڼل شوي دي او ښځو ته هم په میراث کي یو شان حقوق ورکړای شوي دي.

۸ ـــ په اسلامي هیوادونو کي د ډیمکراسۍ له پلي کولو څخه د صلیبیانو اتم مقصد د سودي نظام د راکړي ورکړي تروېجول دي، چي د ټولني لپاره د ناسور حیثیت لري، ځکه چي سود په ټولنه کي د غربت بدمرغه اقتصادي پدیده اضافه کوي او په ټولنه کي نا انډولي او طبقاتي نظام پیاوړی کوي. دویم داچي د قرض حسنه نیکمرغه او له صمیمیت، زړه سوي، اجتماعي مواسات څخه مملؤ شرعي عمل ختموي، چي له همدې امله الله تعالٰی سود حرام کړی دی او سود خوړل یې له الله تعالٰی او د الله تعالٰی له رسول صلی الله علیه وسلم سره د جنګ اعلان کڼلی دی، چي یو مسلمان به یې هیڅکله هم جسارت ونه کړي .

نور بیا…..



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.