computers school 1249813c

اوسنی تعلیمي نصاب او د غرب اهداف

لیکوال: سیف الرحمن رحماني

هیله ده چي نظر مي په چاپسي مربوط نه کړئ!

زما مخالفت د عصري علومو سره نه بلکي د عصري عقیدو سره دی، د مکاتبو موجوده اکثره مضامین د عصري عقیدو پالنه او ساتنه کوي، د روانو ناخوالو اکثره برخه له همدې ځایه څخه سرچینه اخلي، دا مه هیروئ چي زموږ په هیواد کښي د دیني عالم او متعلم او عصري معلم او متعلم د یو نظر او یوه رایه په درلودلو تقریباً اتیا فیصیده ۸۰% مشکل حل کیدای شي، تر څو د دیني علومو حق پلوي او د دیني ارزښتنو د ساتني حقوق محفوظ وي او بلي خواته د عصري علومو په ویلو سره د ملکي ضروریاتو مخه ډب نه شي، خو  په یوه اسلامي چاپیریال کي که د اوسني تفریباً څلور لسیزو جګړوته نظر وکړو، نو وینو چي یوې خواته د مکتب فارغین او بل خواته د اسلامي پوهنتون او د مدرسي زده کونکي سره په جګړه دي دا جګړې که د غرب لخوا چا راوړي وي او که د شرق لخوا دا کوم بزګر، موټروان، دوکاندار او نه کوم عام وګړي دې لاسپوڅۍ ته مخه کړې، بلکي ټول د مکتب فارغین دي چي د مدرسي دیني هیلي ماتوي، ترڅو چي د مدرسي او مکتب سړه کرکه او روانه مبارزه پای ته نه وي رسیدلي نه به د کفري ټلوالي د مداخلي مزي پرې شي او نه به د پرمختللي ټیکنالوجي په   ترلاسه کولو باندي بریالي شو،

ځکه د د پردیو کمپیوټري نظام، اوتماتیکورهبری، توغندیو اټمي زریاتو او چورلکو ته هک پک او لاس تړلي او بې وسه پاته یو او یاهم تل د شرق او غرب دناروا او یرغلیزو اوامرو او احکامو مأمورین او مستخدم کورني وګړي وي.

غربي داړه ماران غواړي په دې هیواد کښي په ناکاره خلګو هغه د کار سړي په نښه کړي، که ځیر شو اوس یواځي طالب او عالم چي د هیواد دیني او د اسلامي نظام لپاره ځوانه سمبولیزه او د فاعي طبقه ده غواړي بدنام او د اسلامي سیاست له درشل څخه یې لېري وساتي، ترڅو صلیبي زبیښناک ګر د خپلو سیاسي، مذهبي، اقتصادي او ټولنیزو اهدافو لپاره په اساني سره ورسیږي او له همدې مورچل څخه د مسلمه امت اهداف ساړه او مړه کړي او هم نړیوال اقتصادي او پوځي بازارونه تر خپلي ولکې او سلطې لاندي راولي.

دا ټولي ستونزي هغه وخت حل کیدای شي چي د تعلیمي نصاب لمن د شریعت  محمدي په پلوشو ښایسته شي، د مکاتبو اوسنی سیاسي نصاب باید د عصري علومو نصاب ته تبدیل شي، ولسونه باید په ګډه د یو مشترک هدف لپاره یو روښانه مفکوره ولري، هغه کسان چي د مکاتبو فارغ دي خو اوس په اسلامي خدماتو بوخت دي دا اصلاً د مدارسو له برکته دي، د مدارسو رښتني خدمات وه چي د مکتب زیات شمیر زده کونکي یې د مکتب تر څنګ خپلو غیږو ته جلب کړل او په اسلامي جذبه او عقیده یې سمبال د ټولني د خدمت جوګه کړل، هغه فارغین او یاهم محصلین چي د الحاد له ځنځیرونو څخه بریالي وتلي دي واقعاً د ستایلو وړ دي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.