پرېکړه / بصيرالحق عادل

طبيعت له انسان بېلابېلې غوښتنې لري، يو شمېر يې ښې وي خو ځينې بيا د انساني ژوند او يا هم د بېلابېلو ټولنو له فرهنګ سره جوړې نه وي.

زموږ ټولنه چې تر اسلامي اصولو وروسته خپل کلتور او فرهنګ ته ژمنه ده، نو اړ يو چې خپل فرهنګ او دود ومنو، پلی يې کړو او غښتلی يې کړو، ځکه دا غوښتنه زموږ په طبيعت کې نغښتې ده، د فکر او روان سره مو جوړه ده.

زموږ ټولنه کې لومړيتوب د «اسلام» مقدس دين ته ورکول کېږي، خو وروسته بيا خپلو رواجونو ته هم سر ورښکاره کوو، که څه هم ډېری دودونه مو نوې ټکنالوژۍ، بوختياوو او کورنيو جګړو لولپه کړل، خو بيا هم کليوالي سيمو کې ژوندي دي.

زموږ په ټولنيزو اصولو کې يوه هم پرېکړه ده. پرېکړه پر ډېرو مهمو مسايلو کېږي، هغه څه چې په ولس، قوم او ټول ملت پورې اړه ولري.

پرېکړې ښايي بېلابېلې بڼې ولري، لوی او کوچنۍ وي، مهمې او نا مهمې وي، خو بيا هم ډېرې کوچنۍ پرېکړې ته هم فيصله او پرېکړه ويلی شو.

پرېکړه يو داسې څه دي چې زموږ د ټولنيزو دودونو له مخې يې ماتول جرم بلل کېږي، ځکه دا پرېکړه له ډېرو تا ويلو ما ويلو، مشورو او نظر پوښتنې وروسته کېږي، خو داسې پرېکړې هم شته چې خپلسري وي، د چا اند نه پرې پوښتل کېږي، چې ډېری دغه ډول پرېکړې بې پايلې هم وي او وروسته وروسته ګوته ورته نيول کېږي، له امله يې خپګان، تربګني او دښمنۍ رامنځته کېږي او په تېر کې راولاړې شوي هم دي.

د دې لپاره چې ښه پرېکړه وکړو څه بايد وکړو؟

د تجربو له مخې، لکه مخکې چې مې وويل، يو شمېر مسايل بې پرېکړو هم هوارېدلی شي، خو ځينې درنې خبرې چې فيصلو او هوکړو ته اړتيا لري، په ټولنه کې د ديني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو، ښځو او ان د ماشومانو نظر پرې هم بايد وپوښتل شي.

زموږ د ټولنې خلک خپلو مشرانو او قومي مخورو ته هم ډېر درناوی لري، خبره يې مني او هره پرېکړه يې په سر سترګو مني، لامل يې دا دی چې مشران داسې پرېکړه نه کوي چې د خلکو په زيان وي، تل د خپل ولس په ګټه او خوشالۍ فيصلې کوي، داسې څه چې بې طرفه او بې پرې وي.

خو يو شمېر داسې مشران هم شته او ما ليدلي چې خپلسري پرېکړه کوي، بس دا فکر کوي زه مشر يم، د هر څه حق لرم، که ښه وي که بد، پرېکړه به يې زه کووم، خو د مشر دغه خپلسري کارونه بيا ښې پايلې هم نه لري.

مشوره کول، د خدای ج امر دی، د حضرت محمد (ص) غوښتنه ده، ځکه تر مشورې وروسته پرېکړه کې لوی ګټه دا ده چې، که دغه کار چې پرېکړه پرې شوې ده، بې پايلې وي، يا زيان پکې وي، نو هغه مشر ته څوک ګوته نه نيسي چې پرېکړه يې کړې ده، ځکه هغه چې فيصله کړې ده، د نورو نظر يې پوښتلی دی، مشوره يې کړې ده، کشر، مشر، ځوانانو او د ټولنې د خلکو سره يې خبرې کړي دي، نو ولې به ملامتيږي؟

يوه ستونزه چې په دې وروستيو کې ما درک کړې ده، ډېری مشران د لويو لويو، قومي، وطني او ولسي پرېکړو پر مهال مشوره نه کوي، بس نو کوم مشر چې زور ولري او تر شا سړي ولري، هغه په خپل طبيعت پرېکړه کوي، نه د ټولنې دودونو ته ګوري او نه د خدای ج او د هغه د رسول خبرې ته ګوري، چې دغه کار زموږ ټولنه کې يو څه تفرقات رامنځته کړي دي، پلار يې له زوی جلا کړی، ورور له ورور فاصله پيدا کړې او د کلي خلک خو له يو بل په ليرې ليرې ګرځي.

نو پرېکړه کول کومه اسانه خبره نه ده.

بايد:

له ټولو ښکېلو خلکو سره مشوره وشي.

له اسلامي اړخه يوې مسلې ته بايد وکتل شي او د اسلام د مقدس دين تر سيوري لاندې پرېکړه وشي.

پرېکړه په داسې انداز وشي، چې ټولنې ته پکې زيان ونه رسيږي، ټول اسلامي او افغاني دودونه پکې خوندي وساتل شي.

که يو مشر هر څومره لوی عالم وي، پوه وي، قومي مخور وي، تجربه کار وي، د ډېر عمر څښتن وي، نو بيا هم مجبور دی چې د پرېکړو او فيصلو پر مهال، له خپلو ورونو، خپلوانو، سپين ږيرو، ديني عالمانو، ځوانانو او کشرانو سره مشوره وکړي، تر مشورې وروسته مناسبه پرېکړه وکړي.

۱۳۰۵ / ۶ / ۹



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.