د ذوالحجې ړومبې لس ورځې!

رحمت الله مومن

الله جل جلاله په قران کريم کې فرمايې:

و الفجر و لیال عشر – الفجر ١، ٢
ژ/ قسم په سپيده چاود او په لسو شپو.

د ډيرو علماؤو په اند لدې لسو ورځو نه، د ذوالحجې اولنۍ لس ورځې مراد دي، په دې ورځو باندې د الله جل جلاله قسم خوړل د هغو په ارزښت دلالت کوي او بايد هر مسلمان ورته پاملرنه وکړي، محمد صل الله عليه وسلم فرمايې:

د نورو ورځو په پرتله په دې ورځو کې ښه اعمال الله جل جلاله ته ډير خوښ دي، پوښتنه ترې وشوه چې ان د الله په لار کې جهاد هم؟ هغه ځواب ورکړ: حتى جهاد هم، مګر هغه کس چې جهاد ته د خپل مال او ځان سره ځې او بيرته يو هم رانه وړي – بخاري.

پدې ورځو کې څه وکړو؟ هغه عبادات چې په دې ورځو کې يې په کولو ټينګار شوى، په لاندې ډول دي:

۱- روژه نيول:

موږ ته په دې ورځو کې د غوره اعمالو د کولو امر شوى دى او روژه يو له هغو نه ده، لکه چې په حديث قدسي کې راغلې:
د بني آدم ټول اعمال د هغه لپاره دي، پرته د روژې نه چې زما لپاره ده او زه به د هغې بدله ورکوم – بخاري

همدارنګه پيغمبر صل الله عليه وسلم فرمايلې دي:
هيڅ بنده د الله په لاره کې يوه ورځ روژه نه نيسې، مګر الله سبحانه و تعالى يې مخ د جهنم د اور څخه د اويا کلونو مزل په اندازه ژغوري.

۲- قيام اليل (د شپې لمونځ کول):

پيغمبر صل الله عليه وسلم فرمايلې دي، چې له دې ورځو نه د هرې ورځې روژه نيول د يو کال روژې نيولو په څير ده او په هره شپه کې ودريدل يې داسې دي لکه د کال ودريدل -ترمذي

۳- د ډير زيات تهليل (لا اله الا الله)، تکبير (الله اکبر) او تحميد (الحمدالله) ويل:

عبدالله ابن عمر رضي الله عنهما نه روايت دى، چې نبي کريم صل الله عليه وسلم وفرمايل:

له دې ورځو نه د الله جل جلاله په نزد غوره ورځې نشته او په دې لسو ورځو کې ښه اعمال الله جل جلاله ته ډير محبوب دي، نو په دې ورځو کې زيات تحليل، تکبير او تحميد ووايې، نارينه به يې په لوړ اواز او ښځې به يې په پټه وايې، سړي يې بايد په مسجدونو، کوڅو، بازارونو او په ټولو هغو ځايونو کې چې د الله تعالى يادول روا وي، ووايې.

ابن عمر او ابو هرير رضي الله عنهما به د ذالحجې په لسو ړومبيو ورځو کې بازار ته تله او تکبير به يې وايه او کله به چې خلکو اوريده نو هغو به هم وايه.

۴- توبه ايستل:

سره له دې چې توبه بايد په ټولو وختونو کې وويستل شي، د خلکو زړونه په دې ځانګړو ورځو کې عبادت ته خواته ميلان کوي، نو غوره ده چې په دې ورځو کې د بښنې سوال وشي، په دې ورځو کې د توبې ايستل او غوره اعمال به ان شاء الله په مسلمانانو کې اصلاح راوړي، چې خپل خطاوې تکرار نه کړي او ښو اعمالو ته دوام ورکړي.

عرفه!

چې د ذالحجې نهمه ورځ او د کال تر ټولو بهتره ورځ ده، د عرفې ورځې په روژه نيولو (د هغه چا لپاره چې په حج کې نه وي) ټينګار شوى دى، محمد صل الله عليه وسلم فرمايلې دي، چې د عرفې ورځې روژه نيول د تير او راتلونکې کال ګناهونه معافوي.

ما ته د هغې ښځې کيسه چې يو څو کاله وړاندې یې اسلام راوړی وو په ياد ده، چې هغه د دې ورځې روژې نيولو ته څومره ليواله وه، چې د پوره دوه کلونو ګناهونه په کې بښل کيږي.

په بل حديث کې ويل شوي دي، چې د عرفې ورځې بښنه د هغه چا لپاره ده چې خپل غوږونه، سترګې او ژبه په کنټرول کې ساتې، نو د دې لپاره ښه ده چې د عرفې په ورځ اعتکاف وکړو، همدارنګه عرفه د قران کريم د تلاوت لپاره د کال تر ټولو ښه ورځ ده.

اختر ورځ!

د ذالحجې لسمه د ستر اختر ورځ ده، چې روژه نيول په کې منعه شوي دي، ټول مسلمانان بايد د دې ځانګړې موقع نه چې الله سبحانه وتعالى موږ ته راکړي، پوره ګټه واخلي او هغه رانه تيرې نه شي او چې يو وار تيرې شي لاسونه به مروړو.

يوازې الله پوهيږي، چې کله به مرو، نو بايد هڅه وکړو چې څومره ممکن وي ثوابونه تر لاسه کړو او په ځانګړې توګه هغه ورځو کې چې اجر څو چنده زياتيږي.

هيڅکله داسې فکر مه کوه چې ګوندې پوره عبادت دې کړى.
زما وروڼو او خويندو! تاسې به د الله د رضا لپاره هيڅکله کافي غوره اعمال ونه کړئ.

الله ته سوال کوم چې په دې ورځو کې مو نيکۍ ته مخه کړي. آمين

آسانه لار دا ده: چې دا پیغام نورو ته ورسوي، کېدلې شي ستا په ویلو څوک عمل وکړي!!
دغه مبارکې خبری په خپل ورځنې ژوند کې د عمل په هيله وکړي.!!!

لیکنه: رحمت الله مومن



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.