ښايي پر شفیق الله شفق لګیدلی بندیز نور هم وغځول شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۹مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکيټ بورډ وايي چې د ملي کرکيټ لوبډلې پر وتلي لوبغاړي شفیق الله شفق باندې لګیدلی بندیز ښايي نور هم وغځول شي.

کرکیټ بورډ څه موده وړاندې شفیق الله شفق له دې کبله د شپږو میاشتو لپاره له هر ډول لوبو څخه کینولو. کرکيټ بورډ ادعا کوله چې شفق د نړیوال جام پر مهال یو شمېر سرغړونې کړي دي او دوی له همدې کبله مجازات کړی دی.

د کرکيټ بورډ ویاند فرید هوتک اوس تازه یوې رسنۍ ته ویلي چې شفیق الله شفق د شپږ میاشتېني بندیز د اصولو څخه سرغړونه کړې او ښايي د کرکيټ بورډ ځانګړې کمېټه پر نوموړي لګیدلي بندیزونه نور هم وغځوي.

ویل کیږي چې شفیق الله شفق د شپږیزې د پیلېدو وړاندې د حمید حسن، هستي ګل عابد، بختیار ساحل سره یوځای د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار او د ننګرهار والي سلیم کندوزي سره کتلي وو.

شفق وايي چې کرکیټ بورډ له دې کبله پر نوموړي لګیدلی بندیز غځوي چې نوموړي له یو شمېر سیاسي مشرانو سره کتلي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.