مه خفه کېږه!   (۱۱۶)

لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن:- رحمت الله مومن

۞ شپې او ورځې سلواغو ته ورته دي!

امام احمد بن حنبل رحمه الله د بقی بن مخلد پوښتنې ته ورغی، بیا یې داسې ورته وویل: یا ابا عبدالرحمن! په هر حالت کې الله تعالی ﷻ ته شکر وباسه، هم د صحت او هم د ناروغۍ په ورځو کې.
مانا دا چې د صحت په ورځو کې د ناروغۍ تصور هم نه کېږي، د انسان عزیمتونه پیاوړي کېږي او ارزوګانې یې زیاتېږي او د ناروغۍ په شپو او ورځو کې د صحت تصور نه کېږي، نو د انسان همت کمزوری او ارزوګانې یې ټیټې شي.

د امام احمد رحمه الله قول له دغه مبارک ایت څخه اخیستل شوی:

﴿ وَلَئِنْ أَذَقْنَا الإِنْسَانَ مِنَّا رَحْمَةً ثُمَّ نَزَعْنَاهَا مِنْهُ إِنَّهُ لَيَؤُوسٌ كَفُور ٌ{۹}﴾
ژباړه: (( او که چېرې موږ انسان ته خپل رحمت په برخه کړو او بیا یې بېرته ورڅخه واخلو، نو هغه ناهیلی کېږي او په ناشکرۍ لاس پورې کوي. ))

حافظ ابن کثیر رحمه الله وایې:

(( الله تعالی ﷻ موږ ته د انسان او په هغه کې د ناوړه صفتونو په اړه خبر راکوي، چې کله د لورینو وروسته پر مصیبتونو اخته شي، نو د ماضي د لورینو په اړه بېخي د انکار په درشل ودرېږي، لکه چې هېڅ خیر یې نه وي لیدلی، خو هماغه بندګان چې الله تعالی ﷻ پرې رحم وکړي او له صبر څخه کار واخلي. ))

#لاتحزن



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.