د معتصم باالله خيالي انځور

ښه واکمن

احسان الله بلال

تاریخ ثابته کړې کله چې مسلمانانوښه حاکم لرلی، نوپه هغه پیرکې یې څومره پرمختګ کړی اوراج یې ترکومه ځایه رسیدلی.

له همدې ډلې یومعتصم بالله و، نوموړی دمامون زوی اوپه دریمه هجري پیړۍ کې دمسلمانانوخلیفه و.

دده په زمانه کې رومیانویوه مسلمانه ښځه یرغمل کړه، هغی چې دمرستې له پاره نورڅوک ونه لیدل، نودمسلمانانو خلیفه معتصم بالله ته یې نارې کړې.

په دغه مهال یوسړي ددې ښځې نارې واوریدې اوترخلیفه یې ورسولې، خلیفه هوډوکړ چې نارې به یې هرومروځوابوي سمدلاسه یې دروم امپراطورته لیک ولیږه چې سپیه!یرغمل شوې مسلمانه میرمن زرترزره آزاده کړه، که نه داسې لښکربه درولیږم چې سربه یې په روم اوپای به یې په بغدادکې وي.

دروم امپراطورځواب ورنه کړ، معتصم بالله خپل لښکرتیارکړ اوپه روم یې حمله وکړه.

روم یې فتحه کړاویرغمل شوې مسلمانه میرمن یې راوغوښته ورته ویې ویل: ستانارې ته مې ځواب ووایه اوکه نه؟ هغې وویل هو! اودمعتصم بالله دواکمنۍ داوږدیدو دعایې وکړه.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.