سپین بولدک-چمن لارې د خلاصولو مذاکرات یو ځل بیا بې پایلې شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان او پاکستان د سرحدي چارواکو تر منځ د سپین بولدک-چمن لارې (دوستۍ دروازې) د خلاصولو په اړه مذاکرات یو ځل بیا بې پایلې شول.

نن ۱۴مه ورځ ده چې د سپین بولدک-چمن لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې چې له کبله یې سوداګرو ته په ځانګړي ډول خورا زیانونه اوښتي دي.

د دوستۍ دروازه هغه مهال پاکستاني لوري وتړله چې د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ یو شمېر لاریون کوونکو په سپين بولدک کې د پاکستان بیرغ وسوځولو. په همدې ورځ پاکستاني لوري په چمن کې د صفري نقطې سره په بلوچستان کې د هند د لاسوهنو خلاف لاریون کاوه.

افغان لوری وايي چې که پاکستان د هند پر خلاف لاریون کوي، ولې يې په کوټه او یا هم اسلام اباد کې د هند د سفارت او قونسلګریو مخې ته نه کوي. دوی وايي چې په چمن کې نه د هند قونسلګرۍ شته او نه هم افغان لوری د هند استازیتوب کوي.

پرون دواړه لوري یو ځل بیا د سپین بولدک-چمن د لارې د خلاصولو په اړه ناسته وکړله، خو تر خبرو اترو وروسته دواړه لوري د دروازې د خلاصولو په اړه هوکړې ته ونه رسېدل.

ویل کیږي چې پاکستاني لوري لخوا افغان لوري ته څلور شرطونه وړاندې شوي دي چې افغان لوري رد کړي دي. په دغو شرطونو کې په کندهار کې د پر پاکستانۍ کلدارې بندیز لرې کول، له کندهاره د پنجابیانو نه ویستل، د پاکستان د بیرغ د سوځولو له امله رسمي بخښنه غوښتل او هر سهار په رسمي پوځي مراسمو د دروازې پرانېستل دي.

افغان لوری وايي چې بیرغ څو لاریون کوونکو سوځولی او دوی اړ نه دي چې د افرادو په عمل رسمي بخښنه وغواړي همدا راز هر سهار په رسمي پوځي مراسمو د دروازې پرانېستل د ډیورنډ فرضي کرښې د منلو په مانا دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.