انس حقاني څوک اعداموي؟

 م، شريف الله (پکتياوال)

وايي يو ملک وو د ځان لپاره يې يو قرآن خور سړی ساتلی وو، ښه به يې نازاوه او ډير مصرف به يې ورکاوه، ملک به چې هره خبر کوله همدغه قرآن خواره ته به يې مخ ور واړاوه چې همداسې وه که نه؟ هغه به ورته ويل هو ما دې قرآن ووهي چې همداسې وه.

د کابل ادارې زياتره خلک هم امريکايانو د همداسې ناحقه قرآن خوړولو لپاره ساتلي، امريکا چې څه ووايي دوی سمدستي ورته وايي چې هو مونږ دې قرآن ووهي چې همداسې ده.

نن ورځ همداسې پيښه ده، امريکايان وايي انس حقاني مجرم دی، د کابل اداره پرته له دې چې د انس حقاني د جرم شواهد او اسناد ترې وغواړي ورته وايي هو مونږ دې قرآن ووهي چې مجرم دی.

که د امريکا تيرو کړونو ته وکتل شي دوی صدام حسين په خپل لاس ونيو خو د اعدام کار يې د عراق په شيعه ګانو وکړ، معمر قذافي هم دوی ونيو او د وژلو کار يې په بل چا وکړ.

انس حقاني هم امريکايانو په بحرين هيواد کې ونيو او دا دی نن آوريدل کيږي چې د کابل ادارې ابتدائيې محکمې د اعدام په سزا محکوم کړی.

که انس حقاني اعدام شي ګټه يې د چا؟ او تاواني به څوک شي؟ امريکايان به د ځان لپاره د انس حقاني اعدام خامخا ګټه بولي، ځکه دوی به تاريخ جوړ کړي چې په افغانستان کې يې د يوې سترې جهادي کورنی ستر سړی هغه هم د دوی د سر دښمن يې له منځه ويووړ، خو د تاوان ټول بوج به يې د کابل ادارې په اوږو بار شي په ځانګړي ډول د قاضيانو.

څو مياشتې وړاندې کله چې د کابل ادارې لخوا شپږ د ټيټې رتبې طالبان اعدام کړی شول، هغه وخت طالبانو له قاضيانو د غچ اخيستنې ژمنه وکړه، مونږ وليدل چې طالبانو خپله ژمنه ډيره ژر پوره کړه او د خپل يوه طالب په سر يې څو قاضيان د اور په لمبو لوغړن او له نړۍ څخه يې پناه کړل.

زه فکر نه کووم چې دا ځل به طالبان که انس حقاني اعدام شي يوازې د قاضيانو پر وژلو بسنه وکړي، کيدای شي دا ځل له دوی يعنې طالبانو سره اسير خارجي وګړي هم ووژل شي، چې له طالبانو سره د بندي خارجيانو ويډيويي خبرې يې ښه ثبوت دی.

له طالبانو سره د بندي خارجيانو په ځانګړي ډول په هغوی کې د يوې بندي ميرمنې خبرې چې له خپل حکومت د امريکا له متحده ايالتونو او د کابل له ادارې يې غوښتنه کړې چې د اعدامونو لړۍ ودروي، زما په فکر دا کومه ناڅاپي خبره نه ده چې رامنځته شوې، کيدای شي دوی څه آوريدلي وي، ځکه يې په دومره عاجل ډول له حکومتونو غوښتنه کړې ترڅو د دوی ژوند وژغورل شي.

که چيرته انس حقاني اعدام او له طالبانو سره بندي خارجيان هم ووژل شي، آيا خبره به همدلته خلاصه شي او که څنګه؟ ځواب يې ساده او روښانه دی، هغه دا چې نه ! زما په فکر دا معامله به د کابل ادارې لپاره په ځانګړي ډول د قاضيانو لپاره په ډير دروند قيمت تمامه شي چې همدا وينه تويونه او افغان وژنه د امريکايانو اصلي هدف او مرام دی.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.