غزل/ فتحان حنفي

فتحان حنفي

لکه منصور ځوړند شه، دار تعقیب کړه
رباني مینه د عشق لار تعقیب کړه

له نوره ډک يې په اوربل تیریږې
لکه د لمر غوندې مدار تعقیب کړه

اوسه ځیرک شته د ړستونې ماران
درسره څنګ کې هر غدار تعقیب کړه

هغه نیازبین یو درنه بیل چې نکړي
هغه بدرنګ غوندې رویبار تعقیب کړه

چې سر شیندنه یې ده لار د لقا
داسې سرشار داسې خمار تعقیب کړه

چې تل کړي لوبې ستا له وینو سره
دغه قاتل دغه خونخوار تعقیب کړه

دښتې او غرونه ټول ګلزار ژړیږې
پرهر پرهر ولاړ چنار تعقیب کړه

سپیرې څیرې په حریت غوړې کړه
آزادۍ راوړه لوړ وقار تعقیب کړه

د حماسي دیوان د سر په صفحه
فتحان لیکلي دې اشعار تعقیب کړه



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.