د ۷ ومې، ۸ اتمې او ۹ نهمې ورځې سنت طريقه او اعمال!

رحمت الله مومن

سنت طريقه ده، چې بعد له ماسپښين لمانځه نه، خليفه يا نائب د خليفه د مسلمانانو حُجاجو ته كيفيت د مناسكو د حج بيان كړى، چې هغه منٰى ته تلل، عرفات، مزدلفة، ته تلل دي، وروسته له ځان پوهولو نه بعد بايد حُجاج لوازم د منٰى او عرفا او مزدلفې تياری ته ځان اماده كړي، مثلاً وګورى چې احرام پاک اوسوتره وي همدارنګه كمر بند، وړوكې بكس، د غاړې چترې، كه هوا گرمه وي د ضرورت لپاره دوائي او داسې نور ضروريات بايد ځان سره برابر كړي.

د اتمې ورځې اعمال!
لكه څرنګه چې مخكې مې وويل، چې كومو كسانو چې د حج مفرد او يا حج قران احرام تړلى وي، بعد له طواف او سعې نه دې خپل احرام نه خلاصوي، همدغه احرام كې دې منٰى ته لاړشي، او حاجې تمتع دى وروسته له اداٴ كولو د عمرې نه ځان حلال كړي او ساكن د مكې مكرمې ګرځيدل غواړي چې حج وكړي، له همدغه ځاى نه يعنى له خپل د اوسيدو له ځايه دې د حج احرام وتړي او په اتم د ذالحجې دې منٰى ته لاړ شي .

لیکنه: رحمت الله مومن



یوه تبصره

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    داسلام له نظره په افغنستان کی تاریاکوکرل
    دتاریاکوڅخه په ډیره کمه اندزه د د واجوړولواستفاده کیږی اوپه افغانستان کی د هیرونیو دتولیددپاره کرل کیږی ،انسان الله تعالی ج دعقل اوتمیز سره خلقلۍ دۍ چه هیڅ یومخلوق یی د دی خاصیتو څخه نه دۍ برخورداره کړۍ اوانسان ته یی دخپلوصفاتوڅخه دعلم،حلم اوحکمت صفات ورکړل یعنی انسان دخلکت دمثل اعلی په حیث دتکامل په لوړه مرحله کی واقع دۍ او پرنورو موجوداتودخپلوخاصواستعدادونواومعنوی قواووپه مرسته یی تسلط موندلۍ دۍ. دمخدره موادو په استعمال اوسبب عقل او تمیزدټول استعدادوسره ضعیف اودمنځه ځی،جسم یی ضعیف اراده او دین اوعقدی ته یی نه جبرانیدونکۍ ضرررسوی اودکورنۍ اوجامعی زندګی تباه کوی. الله تعالی ج په قرآن کی فرمایی:الایعلم من خلق ط وهواللطیف الخبیر(۶۷ الملک ۴ا)آیانه پوهیږی هغه ذات چه پیدایی کړل ټول اودۍ دۍ باریکبین خبردار]واقعاً الله دهغه کوچنی سرکی میږی په اراده خبردی چه چیری روان دۍ اوکورنۍ یی چیریده آیادتاریاک کرونکو په اراده ندۍ خبر چه دڅه دپاره یی کری نوآیازموږملایان له دی ندی خبرچه داتاریاک دڅه دپاره کرل کیږی او خلکوته دتاریاکودکرلواود روابللواجازه ورکوی ډیرښه په دی پوهیږی چه له دی څخه هیروین جوړیږی د الله ج دقهره نسی خلاسیدای، په هره اندازه چی یوشۍ دانسان وعقل،تمیز او استعداد ته صدمه رسوی په هغه اندازه یی ممنوعیت(حراموالۍ)زیاتیږی هیروین ترشرابوزیات موضر اوحرام دی دهرچاداستعمال دپاره چی ته جوړوی که کافروی یامسلمان اودخپل وطن داښایسته تنکی ځوانان وینی چه څه حال یی دۍ. هغه ملایان چه دتاریاکوکرلواجازه ورکوی اوهغه مالکان چه دهغو په مځکه کی کرل کیږی هغه بزګران چه کری یی هغه خلک چه داپه هیروینواړوی اوهغه خلک چه ودی ته مارکیټ او دخرڅلاوطریقه پیداکوی د دی ټولوپه باره کی الله تعالی ج په قرآن عظیم شان کی فرمایلی دی: انه من قتل نفساًبغیرنفس اوفسادفی الارض فکانماقتل لناس جمیعاً ط ومن احیاهافکانمااحیا الناس جمیعا ولقدجاءتهم رسلنابالبینت ز ثم ان کثراًمنهم بعد ذلک فی الارض لمسرفون(۳۲) انماجزاؤا لذین یحاربون الله ورسوله ویسعو ن فی الارض فسادا ان یقتلوااویصلبواوتقطع ایدهم وارجلهم من خلاف اوینغوامن الارض ط ذالک لهم خزی فی الدنیا ولهم فی الاخره عذاب عظیم (۳۳)[۵ الماءده ۳۲ ـ ۳۳]معنا( چه څوک قتل کړی یونفس بیله عوض دنفس نه یا بیله فساد کولو په مځکه که پس داسی ده لکه چه ووژل ده ټول خلک اوچاچه دیونفس ژوند بچ کۍ نوګویاده ژوندی کړل ټول خلک اوبیشکه راغلل دوی ته پیغمبران زموږپه روښانه نښوسره بیابیشکه ډیرله دوی نه پس له دینه په مځکه کی له حد نه وتونکی دی بیشکه سزادهغوخلکوچه جنګ کوی دالله اودهغه درسول سره اوکوښښ کوی په مځکه کی دفساد دخورولو: قتل دی کړۍ سی یادی په دارسی اویادی د دوی لاسونه پری کړل سی اود دوی پښی له مخالف طرفه یادی دملکه وایستل سی داد دوذلت دۍ په دی دنیاکی په آخرت کی دۍ عذاب لوی. حدیث شریف دۍ: ستاسوهیڅ یوکامل مؤمن نسی کیدای ترڅوچه دخپل مؤمن وروردپاره محبوب ونه ګڼی هغه څه چه دځان دپاره یی محبوب ګڼی،نوآیاهغه ملایان چه دتاریاکودکرلوکارروابولی دخپلو اولادودپاره هم دتاریاکواوهیروینواستعمال جایزاومحبوب ګڼی.اۍ خلکودالله څخه وبیریږۍ دالله ډیرسخت عذاب دۍ اودهغه عذاب یوه ورځ یایوکال نه دی دایمی دۍ دادنیایوامتحان اوموقتی ده خپل پلاراونیکه درپه یادکۍ څه سول داشیطان دۍ چه درته وایی هله خواستغی سوۍ الله زموږ سره د حلالی نفقی د روزۍ وعدکړی ده دالله پروعده یقین وکۍ دالله په مځکه کی فسادمه کوۍ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.