د سپین بولدک-چمن لارې په پرانېستلو موافقه وشوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د ۱۴ ورځو مسلسل بندیز وروسته افغان او پاکستاني لوري نن موافقې ته ورسېدل چې د سپین بولدک–چمن لاره سبا د پنجشنبې په ورځ د عامو مسافرو او ترانسپورتي موټرو پر مخ پرانېزي.

د سپین بولدک – چمن پوله پاکستاني لوري د اګست ۱۸مې /زمري ۲۸مه/ راهیسې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې وه.

د پاکستان د سرحدي پولیسو ویاند واسع خان ویلي چې افغان او پاکستاني سرحدي چارواکو نن /چهارشنبه، اګست ۳۱مه/ د دوستۍ په دروازه کې یو ځل بیا سره ولیدل او سبا پنجشنبه د لارې په پرانېستلو موافقې ته ورسېدل.

د سرحدي ځواکونو ویاند له قوله په وروستۍ غونډه کې افغان لوري د پاکستاني بیرغ سوځول غندلي او موافقه یې کړې چې د پولې پر سر به هره میاشت غونډه کوي.

بل لوري ته د کندهار سرحدي پولیسو کمېسار ډګروال محمد علي دواري ویلي چې پاکستاني لوري ورته ډاډ ورکړی چې سبا پنجشنبه /وري ۱۱مه/ به دروازه د عامو خلکو او ترانسپورت پر مخ خلاصه کړي.

هغه د پاکستاني لوري ادعاوې چې ګواکې شرطونه يې منلي دي، رد کړي او په وینا يې د خبرو پر مهال هېڅ شرطونه نه دې وړاندي شوي.

ډګروال علي زیاته کړې چې دواړه لوري دې موافقې ته رسیدلي چې نور به په صفري نقطه کې لاریونونه نه کوي او د یوه بل ملي بیرغونو او شخصیتونو ته به درناوی کوي.

هغه ټينګار کړی چې که پاکستان دا ځل هم په خپلو ژمنو ونه دریږي، نو بیا به هیڅکله په دې اړه خبرو ته حاضر نه شي.

تر دې وړاندې ویل کېدل چې پاکستاني لوري لخوا افغان لوري ته څلور شرطونه وړاندې شوي دي چې افغان لوري رد کړي دي. په دغو شرطونو کې په کندهار کې د پر پاکستانۍ کلدارې بندیز لرې کول، له کندهاره د پنجابیانو نه ویستل، د پاکستان د بیرغ د سوځولو له امله رسمي بخښنه غوښتل او هر سهار په رسمي پوځي مراسمو د دروازې پرانېستل دي.

د یادونې وړ ده چې د سپین بولدک-چمن لارې ۱۴ ورځو تړل کېدو سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی، د انګورو او خټکيو په سلګونو لارۍ په سپین بولدک کې تم شوي وې چې نېږدې د ټولو مېوې په‎کې ورستې او له امله يې د مېوو د سږنيو حاصلاتو ګټه له منځه ولاړه.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.