د انس حقاني د اعدام حکم بیا د قاضیانو ژوند گواښي!

ډاکتر م، ع، تره‌کی

په تیرو پنځلس کلونو کې د امریکا گڼ شمیر جنگي عملیات د مخالفینو نه د غچ اخیستنې په مقصد ترسره شوي دي: په هلمند کې د طالبانو په زندان کې د وروستۍ بمبارۍ چې په کې لسگونه تنه حکومتي سربازان ژوبل او ووژل شول انگیزه دا وه چې مقاومت ته د حکومتي سربازانو د تسلیمیدو پروسه چې په ټولو جبهاتو کې په چټکۍ راروانه وه مخه ونیسي. د تسلیم شوو سربازانو نه غچ واخلي او نهایتاً د جگړې د کمیدو مخه ډپ کړي.

د کابل ابتدائیه محکمې د پخواني جهادي قومندان مولوي جلال الدین حقاني زوی انس حقاني په اعدام محکوم کړ. دغه حکم  په امریکایي پوهنتون باندې د برید نه چې تر اوسه پورې يې مسئولیت چا نه ده منلی، څو ورځې وروسته اعلانېږي. د دواړو پیښو زماني نږدیوالی او د افغانستان په جگړه کې د امریکا د مخکنیو کړنو نه داسې مالومیږي چې امریکا د پوهنتون د پیښې پړه په وسله‌وال مقاومت باندې اچوي او په اصطلاح د «حقانې شبکې» نه د غچ اخیستنې په لټه کې ده.

حافظ عبدالرشید او انس حقاني د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په ۱۲مه په بحرین کې امریکایانو توقیف بیا یې اماراتو او له هغه ځایه یې په افغانستان کې ملي امنیت ته سپارلي وو. حافظ عبدالرشید د خپل ورور د لیدلو لپاره قطر ته تللی و. انس حقاني د جلال الدین حقاني کشر زوی، زده کوونکی او غیرسیاسي سړی دی.

د ۲۰۱۱ م کال د نوامبر په ۱۲مه نېټه په گوانتانامو کې د افغان بندیانو د خوشې کیدو په مقصد د امریکا د حکومت له خوا یوه طرحه «مطلوب شرطونه، قیودات او اطمینان»  تر نامه لاندې قطر امارت ته وړاندې شو. په ۲۰۱۲م کال کې د طرحې د چوکاټ د ننه د امریکا او قطر د حکومتونو ترمنځ په دوحه کې د گوانتانامو د بندیانو د ساتلو په موخه همغږي رامنځته شوه. دا طرحه په ۲۰۱۳ م کال د طالبانو  قطر دفترته وسپارله شوه.

په موافقت‌لیک کې راغلي: «د قطر دولت کولی شي د بنديانو د کورنيو غړیو ته په قطر کې د استوگنې اجازه ورکړي. آزاد شوي بنديان به د خپلې کورنۍ د هرغړي په باره کې مخکې له مخکې د قطرله دولت سره مشوره کوي او د قطر دولت به د اوسیدلو قانوني سندونه ورکوي». (لسمه ماده).

د موافقت‌لیک پر بنسټ د آزادو شوېو بندیانو د کورنيو غړو، نه یوازې د بندیانو سره کتلي شي بلکې په قطر کي د استوگنې حق لري.

د توافق په اجرا کولو کې د امریکا او د قطر حکومتونو دواړو مسئولیت په گوته شوی وو.

د یاده ونه باسو چې توقیف شوي طالبان د بل چا په گناه نیول شوي وو. په واقعیت کې دوی د وسله‌والو طالبانو په منځ کې ملکیان گڼل کیږي. دلته د بشر د حقونو د نړیوالې اعلاميې او د امریکا، قطر او افغانستان د اساسي قوانینو نه چې په کې د جرم شخصي توب په گوته شوی ښکاره تیری شوی وو.

له بلې خوا په توافق‌لیک کې قطر پخپله خاوره کې امریکا ته د مشکوکو طالبانو د نیولو اجازه نه ده ورکړي. امریکا د قطر په ملي واکمنۍ باندې په تیري تورنه ده.

نړیوال قوانین د ملي واکمنۍ په نشتوالي او د اشغالگرو په وړاندې د جگړې په شته والې هغه کسان چې د جگړې په بهیر کې د جگړې د اړخونو له خوآ توقیف کیږي د جنگي اسیرانو په توگه پیژني. د ژنو کانوانسیونونه (درېیم او څلورم کانوانسیون – د اگست ۱۲ ـ ۱۹۴۹ کال ) جنگي اسیر تر حقوقي پوښښ لاندې راوړي او د ده اعدام  د جنایت په حیث پېژني.

په امریکايي پوهنتون باندې برید د هرچا له خوآ چې شوی وي یو جنگي جنایت دی. د هغه په بدل کې د یو سیاسي زنداني او جنگي اسیر اعدامول بل جنایت گڼل کیږي. دیرش کاله جنگي تجربې موږ ته ښودلې چې یو جنایت د بل جنایت مخه نیولي نشي.

انس حقاني د ابتدائیه محکمې  له طرفه محکوم شوی. دا هیله شته چې د افغانستان د بیړنیو حالاتو په نظر کې نیولو سره د استیناف محکمه په دوسیه باندې له سره کتنه وکړي او پرينږدي چې بی‌گناه قاضیان د امریکا د سیاسي لوبو قرباني شي.

پای

 

ډاکتر م ، ع ، تره کی



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.