بلا دې واخلم/ سپين کوچی

سپين کوچی

خپل کلي کې دي نه تیریږي شپه بلا دې واخلم
راځه بلا پسې دي شي ، راځه بلا دې واخلم

یو آه مې له خولې ووځي، زړګیه چې رایاد شي
شین سیوری،شین چینار،او شنه دیره بلا دې واخلم

سلګۍ مې کلکه ستونې کې زندۍ کړه هغه دم
چې مور په تندي ښکل کړم، ویل یې ځه بلا دې واخلم

د زړه د کلا وره ته مې راغلي دي څوک غلي
چې خلاصه ورته نکړي در وازه بلا دې واخلم

دې خلکو سره ګرانه په خندا خبره نه شي
ولاړ وي درته ګوته په ماشه، بلا دې واخلم

تصویر ته د پرون او نن چې وینم غریو مې واخلي
ټاکلی نه شم خپله آئینده بلا دې واخلم

یه وخته ! زه د هر سپیڅلی دور قرباني یم
خو چا نه مې اوس هیره ده کیسه بلا دې واخلم

کوچیه د حالاتو دا بادونه دې په زړه کې
مړه مکړه د ایمان بله ډیوه بلا دې واخلم

سپین کوچی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.