د مړو په سر مړي کول زمونږ کوم درد دواکولای شي ؟

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: نن په کابل ښار کې د حبیب الله کلکاني او د هغه د څو تنو ملګرو د دوباره خښولو په مراسمو کې دوه تنه مړه او یو شمیر نور ژوبل شول.

دا خونړۍ پیښه هغه وخت رامنځته شوه چې د کلکاني پلویانو غوښتل د نوموړي جسد د کابل ښار په شهر آرا غونډۍ کې خاوروته وسپاري.

د جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند پلویان د دې مانع شول او د کلکاني پر پلویانو يي ډزې وکړي چې له امله يې مرګ ژوبله رامنځته شوه.

د دې خونړۍ پیښې دواړه لوري د ملي یووالي په حکومت کې بانفوذه اشخاص دي، او هرلوری کوښښ کوي له خپل دولتي نفوذ نه په استفادې سره مقابل لوري تضعیف کړي.

له بده مرغه د ملي یووالي حکومت له جوړیدو سره مو په هیواد کې پر نورو زرګونو ناخوالو سر بیره د قوم ، سمت او ژبې په نوم دغه ډول تباه کوونکي تبعیضي او تخریبي حرکات پیل شوي.

په ولسي او مشرانو جرګو کې مو یو شمیر استازو له اسلام افغانیت نه په انکار کولو سره په ملي هویت پاڼو کې د افغان کلمي کارولو خلاف فعالیت شروع او اوس هم پر دې اصرار لري چې باید افغان کلمه په بریښنايي تذکرو کې ځای نه کړای شي.

د ملي یووالي حکومت لومړی مرستیال د حکومت له جوړیدو سره سم په شمال کې د یوه مخصوص قوم پرخلاف تصفیوي عملیات پیل کړي او د دولتي ځواکونو او وسائلو په مټ یې د هغوی په لسګونو کلي او کورونه وران کړل.

حتی په عمراني او بیا رغولو په برخه کې هم د ملي یووالي حکومت کړنې او فعالیتونه د سیمو او مخصوصو قومنو د لمسون او پارولو لامل شوي او دهیواد وروڼه ولسونه یې یو د بل په مقابل کې درولي.

د دې ترڅنګ دا دی نن د یوه خاص قوم د هغو مړیو چې پر وژل کیدو يي نیږدي یوه پیړۍ وخت تیر شوی د دوباره خښولو پرسر وسله واله نښته رامنځته او وبه ګورو چې د دې ویرجنې پیښې له امله به نور څومره افغانان د غم پر کمبله کینول شي.

اوس پوښتنه داده چې د هغه حکومت تر واکمنۍ لاندې چې ایجاد يې د ملي یووالي په نوم شوي د دولتي لوړ پوړو اشخاصو په دستور او تحریک د ملي یووالي په خلاف ولي دغسي تخریبي کړنې تر سره کیږي؟

کاشکي د حکومت همدغو نامتجانسو عناصرو دا درک کړې وای چې دغه ډول تخریبي کړنې او د مړو په سرد ژوندو انسانانو وژل زمونږ د ولس او هیواد کوم درد دوا کولای شي؟



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.