جنرال دوستم: نه مې امضا چلیږي او نه هم صلاحیت لرم

نن ټکی اسیا: د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم یو ځل بیا پر ولسمشر غني توندې نیوکې کړي او ویلي چې د دولت ټولي واګي یې په خپل لاس کې نیولي دي او له همدې کبله نوموړی نه دی توانیدلی چې خپلو ژمنو ته عملي جامه ور واغوندي.

نن پنجشنبه جنرال دوستم د خپلو پلویانو په منځ کې دا څرګندونې کړي او ویلي چې «زړه مې غواړي د خپلو خلکو سره خبرې وکړم».

هغه چې د ولسمشر لومړی مرستیال دی او د قانون له مخې هم ورته واکونه ورکړل شوي، خو د خپلې بې صلاحیتۍ څخه سر ټکوي او وايي: «خلک ماته وايي چې ولې خپل دفتر ته نه ورځم، زه وایم چې هیڅ صلاحیت ونه لرم، نو دفتر ته ولې ولاړ شم؟ هلته څه وکړم، هېڅ امضا مې نه چلیږي او هیڅ صلاحیت نه لرم».

جنرال دوستم ولسمشر غني په انحصار طلبۍ تورن کړ او په وینا یې « ولسمشر ۹ کمیسونه په خپله اداره کوي، د ولسوال څخه نیولې تر امنیه قومندانه او د حوزو تر قومندانانو پورې حتی د ولسمشر په امضا تعیینیږي، دا هیڅ عادلانه نه دی، زه نو څه وکړم؟»

دا لومړی ځل نه دی چې جنرال دوستم پر ولسمشر توندې نیوکي کوي بلکي ددې تر مخه یې هم څو ځله اعتراف کړی چې د ملي وحدت په حکومت کې هیڅ واک او صلاحیت نه لري او نه ورته څوک په کوم اعتبار قایل دي.

نوموړي په خپل تازه څرګندونو کې همداراز ویلي چې د اساسي قانون سر سم د امنیت شورا ریاست او د وزیرانو شورا د لومړي مرستیال مربوط کیږي، خو دی اوس پر یوه هم واک نه لري.

د دوستم په وینا په خپل انتخاباتي کمپاین کې يې ویلي وه چې نه انجنیر یم، او نه هم اقتصاد پوه، خو کولای شم چې امنیت په راوستلو کې اغېزمن کردار ولرم.

نوموړي د خپل ګوند حزب جنبش اسلامي افغانستان څخه غوښتي چې په خپله راتلونکې ناسته کې دې ده ته مشوره ورکړي چې په خپله چوکۍ پاتې شي او که ځواب ورکړي.

«که تاسو وغواړئ چې هلته پاته شم، نو پاتې به شم، او که وایاست چې څوکۍ پریږده، نو به یې پریږدم، که ستاسو په څنګ کې نور څه ونه کړای شم، مدني حرکت مي ښه زده دی، په سلګونو زره خلک را ټولوای شم او په مدني حرکت لاس پورې کولای شم».

نوموړی وايي چې په تېر یو نیم کال کې مې د امنیت شورا څخه غوښتي چې د مخالفینو د ځپلو اجازه راته راکړي، او د امنیت ټینګښت لپاره مي پشنهادونه کړي، خو یو هم نه دی قبول شوی.

دوستم په خپل حکومت د نېوکو په لړ کې ویلي چې هر وخت په ده پسې تبلیغات کیږي، خو دوی کله هم نه دي رد کړي.

«دوستم شمال ته ولاړ، نسل کشي کوي، پښتانه وژني، ازبکانو ته وسلې ورکوي، خپل ګوند جنبش تقویه کوي او نور ټول ګوندونه ځپي، دا ټوله زما په خلاف توطیی دي، خو د دې هر څه خلاف دولت یوه خبره هم نه کوي، نه وايي چې دغه سړی د دولت لومړی معاون دی، د امنیت شورا له لوري لیږل شوی».

دوستم ادعا وکړله چې «کومو سیمو ته چې زه تللی یم، هلته مې امنیت ټینګ کړی خو دولت خپله وظیفه هېڅ وخت په سمه توګه سرته نه ده رسولې، هلته یې د ژوند اسانتیاوي نه دې برابرې کړي، سړکونه یې نه دي جوړ کړي او نه یې هم برېښنا اسانتیاوې وربرابرې کړي دي».

دوستم همدا راز بل ادعا وکړله چې دده قوم [ازبکانو] ته په مهمو پوستونو کې کار نه ورکول کیږي. «خلک وايي چې ولې دوستم د خپل قوم نوم ډېر اخلي، زه چې په خپل ولسوالي کې څه نه شم کولای، نو نور افغانستان کې به څه وکړای شم».

نوموړي ویلي که د اجرائیه ریاست سره ژمنه شوي وي چې لویه جرګه به را غوښتل کیږي، اساسي قانون به بدلیږي او حکومت به صدارتي کیږي، نو باید دغه ژمنې عملي شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.