یو چاته وایم/فتحان حنفي

بدبخته تا زموږ په دې کلي ښار کې څه لیدلي؟
تیار ګړنګ دي تا په ړنګ دیار کې څه لیدلي؟

دلته غرق شوي دې د وخت مغرور مغرور قومونه
نن کې غرقیږه تا د مرګ بازار کې څه لیدلي؟

تا ته چا ویل چې په دا روغ تندې داغونه کیږده
کم عقله چا چیرته په ؤر انګار کې څه لیدلي؟

پوهیژم زه چې هغه وخت وې په شرابو کې ډوب
څنګه شوې اوس تا په هغه خمار کې څه لیدلي؟

څه مخ دي تور دي د دنیا واړه بدۍ اخلې ته
ایا یو چا ځان ته په کوږ رفتار کې څه لیدلي؟

نور دي زوال رانیږدې شوی ده شېبې دي شماره
سخت ځپل کیږې تا په سخت ګزار کې څه لیدلي؟

له خپلې ژبې له خپل لاس نه ته تل شر خوروې
شر کې خیر نشته تا په بد ګفتار کې څه لیدلي؟

د خپل ګزران بدلون دې وکړه د فتحان ؤمنه
تا غرقوي تا په دا پست کردار کې څه لیدلي؟



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.