د پېښور او مردان بریدونو کې ۶۰ کسان مړه او ژوبل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکزي پېښور او مردان ولسوالۍ په دوو بېلابېلو جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.

نن سهار وختي څلور تنو سرتېرو بریدګرو د پېښور ښار اړوند ورسک کې وسله‌والو کسانو د پوځيانو کورونو ته څېرمه برید وکړ چې په ترڅ کې يې د څلور مشکوکو «بریدګرو» په شمول ۵ کسان و وژل شول.pak peshawar

امنیتي چارواکو ویلي چې د پوځ د عملیاتو پر مهال دوه تنه بریدګر دوی و وژل او دوه نورو له چاودیدونکو توکو څخه ډکو واسکټونو ته چاودنه ورکړه.

د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوه ویلي چې په برید کې ۳ پولیس او دوه ګارډان هم ټپیان شوي دي.

بل لوري ته د مردان ولسوالۍ په ابتدائیه محکمې سرتیري برید کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان شوي دي.

د مردان د پولیسو مشر فیصل شهزاد په وینا په وژل شوو کسانو کې ۳ پولیس او څلور مدافع وکیلان شامل دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د مردان سرتیري برید مسوولیت د جماعت الاحرار په نوم ډلې اخېستی دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.