د کابل خواجه رواش ښارګوټی ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): ولسمشر اشرف غني نن د کابل ښار د خواجه رواش ښارګوټی د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانېستلو.

خواجه رواش ښارګوټي اپارتمانونه چې د کابل په شمال ختیځ کې د قصبې په سیمه کې پراته دي، د رغونې چارې يې په ۱۳۹۱ل کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال پېل  شوې وې.

ولسمشر اشرف غني نن د خواجه رواش د پرانېستې پر مهال وویل چې د دغه ښارګوټي ګټې اخېستنې ته سپارل د دې نښه ده چې حکومت د خلکو خدمت ته تعهد لري.
هغه زیاته کړله چې د ښار جوړونې وزارت لخوا د دغې پروژې د تکمیل لپاره درې میاشتې ضرب الاجل ورکول بې سابقې و ځکه د دغې پروژې عملي کېدل ۱۸ کاله شپه و ورځ وخت غوښت.
اشرف غني ونه ویل چې څنګه د ښار جوړونې وزارت وتوانېد چې د ۱۸ کلونو کار په ۳ میاشتو کې ترسره کړي.
په عین حال کې د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري ویلي چې په دغه ښارګوټې کې ټول ۷۸ بلاکونه او ۲۰۱۴ اپارتمانونه دي چې په ۱۳۹۱ل کال کې په ۴۰ هکتاره ځمکه کې پرې کار پیل شوې و.
د نادري په وینا په یادې پروژې شپږ میلیارده او درې سوه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
د سرچېنې له قوله په دغه ښارګوټي کې بېلابېلې اسانتیاوې شته دی چې له منځه یې تفریحي پارکونه، ښوونځی او سوپر مارکيټ هم دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.