تر لوی اختر وروسته به د مهاجرینو ستنېدنې بهیر نور هم چټک شي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): د افغان مهاجرینو کمیشنر ډاکتر عمران زیب وايي چې د لوی اختر وروسته به هره میاشت ۲۴۰،۰۰۰ افغان مهاجرین هېواد ته ستنیږي.

عمران زیب ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې ناقانونه افغان مهاجرینو ته د روان کال د نومبر تر ۱۵مې په پاکستان کې د اوسېدو جواز ورکړل شوی او له همدې کبله دوی تر هر چا ډیر کوښښ کوي چې په دغه موده کې افغانستان ته ستانه شي.

د مهاجرینو کمشنر زیاته کړې چې تر دې دمه ۱۴۰،۰۰۰ افغان مهاجرینو چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو پرته اوسېدل، دغه هېواد پرېښې دی.

«تر ۹۰زرو زیات افغان مهاجرین په جولای او اګست میاشتو کې هېواد ته ستانه شوي دي چې له منځه یې یواځې ۷۰زره په خیبرپښتونخوا ایالت کې اوسېدل او پاتې نور یې په پنجاب او سند ایالتونو څخه تللي دي».

ډاکتر زیب په وینا اوسمهال هره ورځ له ۳ زرو څخه تر ۳ نیم زرو پورې افغان مهاجرین خپل هېواد ته ستنیږي او د دوی رسمي تخمین ښيي چې تر لوی اختر وروسته به دغه شمېر نېږدې درې چنده شي او هره ورځ به اته زره افغان مهاجرین پاکستان پریږدي.

د مهاجرینو د کمشنر په باور دا امکان نه لري چې ۲.۵ میلیونه ثبت او ناثبت افغان مهاجرین به د روان کال تر پایه چې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو قانوني موده ده، خپل هېواد ته ستانه شي.

هغه ویلي چې د نومبر د میاشتې په منځ کې به لوړ پوړي چارواکي د مهاجرینو په اړه یو ځل بیا ناسته وکړي او هم به یې د اینده پاتې کېدو په اړه غور وکړي: «زما په نظر ښايي حکومت نور وخت د پاتې مهاجرینو لپاره ورکړي».



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.