د څېړنيزې موضوع سريزه

پوهنیار سېد اصغر هاشمي

د تحقيقي اثرلپاره مقدمه اړينه موضوع ده اولوستونکى دڅېړنېزې موضوع له ټولوځانګړنونه ترې معلومات ترلاسه کولای شي.

ځينې ليکوال دسرخبرې او مقدمې ترمنځ توپېرکې سهوه کېږي، چې د سر خبرې او مقدمه يوله بله توپېرلري.

دپيل خبروکې اکثره شخصي او فردي موضوعات راځي، چې ډېريې علمي خوانه لري، خود څېړنې اخلاق ايجابوي، چې بايدراوړل شي، په مقدمه کې علمي مطالب راځي او راوړل يې د څېړنې لپاره حتمي دي، سريزه په څېړنې کې د داخلېدو د دروازې حيثيت لري او د څېړنې د موضوع يا محتواسره بايدمستقيماًرابطه ولري، يعنې د سريزې د لوستلوسره بايدداصلي متن انځورمومخې ته راشي او د سريزې د لوستلوسره بايدد ټول متن نه باخبره شو.

ختيځو اولويديځوڅېړنپوهانود مقدمې په ليکلوکې د فکراونظر اختلاف لري، ځينې وايي چې مقدمه دې، د تحقيقي پروژې په پيل کې وليکل شي او ځينې بيا وايي چې سريزه دې د پروژې په پاى کې وليکل شي، خو زما په پوهه د مقدمې ليکل د څېړنې دکارپه تکميل او پاى کې وليکل شي سمه به وي، ځکه اکثره نوې خبرې او موضوعات د موضوع د ليکلو په پاى کې ذهن ته راځي او د دې خبرو يادول په سريزې کې ضروري دي.

مقدمه د تحقيق لپاره کليدي حيثت لري او اهميت يې د موضوع لپاره زيات دى، د اصلي موضوع سره بایدمعنوي رابطه ولري اولوستونکى د مقدمې په لوستلو اصلي متن لوستلو ته وهڅوي. (۲۹: ۶۹مخ)

په عمومي ډول مقدمهکې لاندې خبرې راوړل ضروري دي:

١. څېړونکى ټول هغوپوښتنوته چې د څېړنې د اهميت په هکله د نورو څېړونکيوپه ذهن کې پيدا کېږي، ځواب وايي او ټول هغه اسباب چې د موضوع د څېړنې په اهميت باندې دلالت کوي، په تفصيلي توګه بيانوي.

٢. هغه نويو، ژونديو او مبتکرو موضوعاتو ته اشاره کوي، چې په موضوع کې ورباندې بحث شوى وي.

٣. د څېړنې د غټوغټوعنوانونوبيانول، د څپرکيوښوول او د موضوع د غوره افکارويادونه په مقدمې کې ضروري دي.

٤. څېړونکى به په سريزه کې د اصلي ماخذونويادونه کوي اودځينو ماخذونواهميت به بيانوي او دا به څرګندوي، چې ماخذونه يې د کوم ځاى لاس ته راوړي دي.

يوعالم وايي: څېړونکى بايدهغه اساسي ماخذونه په مقدمه کې معرفي کړي او يا يې يادونه وکړي، چې دى پرې اتکا لري، د ټولو اصلي او فرعي ماخذونويادونه په مقدمه کې ناشونې ده، ځکه چې مقدمه اوږدوي، د اصلي او اول لاس ماخذونويادونه بسنه کوي.

٥. د څېړنې مقدمه دعنوان، خاکې، څپرکيو، لويواو وړوسرليکونو او اصلي متن سره يې علمي، اساسي او معنايي رابطې ضروري ده، مقدمه د اصلي متن د لارښوونوحيثت لري.

٦. مقدمه بايدزړه راښکوونکې، جزابه اويوډول تلوسه په کې موجوده وي، چې لوستونکى د اصلي متن لوستلوته وهڅوي.

د مقدمې اړوندضروري خبرې بايدپه سريزه کې راوړل شي، خوله بده مرغه زموږ د هېواد په څېړنوکې که په هر کالب کې وي، هرې برخې ته يې مقدمه ډوله خبرې اچول کېږي، حتى چې په تحقيقي مقالوکې مقدمه اچوي او په هرې برخېکې راساً پراصلي موضوع پيل نه کوي.

دا ډول مقدماتي خبرې د معاصر تحقيق اصول نه مني اوکه چېرې دا وړ خبرې ولري، دې ته عيبجنه څېړنه وايو.

څېړونکى بايددمقدمې پرته په نوروځايونوکې له مقدماتي خبرو تېر شي اوراساًپراصلي مطلب او موضوع دې پيل وکړي، دا ځکه چې لوستونکي غواړي چې اصلي موضوع ته ژر داخل شي، له بې ځايه مقدموسره نه دلچپسپي لري او نه ورته وخت. (۲۷: ۴مخ)

په عمومي ډول د مقدمې لپاره لاندې سرليکونه مهم دي او تر هر عنوان لاندې بېل بحث کېداى شي، لکه:

الف: د څېړنې طرحه:

هرڅېړونکى دکارله پيل څخه دمخه د موضوع د انتخاب د موضوع د ليکلو، د ماخذونود پيداکولو، د ماخذونوله استفادې، د خاکې جوړولو، د څېړنې د کار ډول او ميتود، د څېړنې په هکله يوه فرضيه په فکر اوذهن کې لري، د دې موضوعاتو يادونه د څېړنې د طرحې ترسرليک لاندې بحث پرې کېداى شي.

هرمحقق دڅېړنې لاس لاندې موضوع (رساله، کتاب، مونوګراف، تېزس، ډيزرټيشن او يا داسېنور) وي. يوه فکري، ذهني او علمي طرحه دليکلوورسره وي، د دې طرحې د ځينوبرخويادونه په مقدمه کې خپل ارزښت لري.

ب: د څېړنې هدف:

هره تحقیقي موضوع بايداساسي او اصلي هدف ولري، بې هدفه څېړنه هېڅ ارزښت نه لري.

د څېړنې هدف هم د مقدمې يوه برخه ده، په دې برخه کې څېړونکى د څېړنې اصلي او بنيادي هدف او هغه اسباب بيانوي، چې څېړونکى يې دې څېړنې او تحقيق ته هڅولى دى.

د هرې څېړنې اهداف يوله بله سره توپېرلري، د ساينسي علوموڅېړنې اهداف د ديني علومو د څېړنې د اهدافوسره توپېر لري، خو په ځينو ځايونوکې څېړنې مشترک اهداف لري.

ج: د څېړنې ارزښت:

څېړونکى بايد په مقدمه کې د څېړنې له طرح او اهدافو سربېره د څېړنې پر ارزښت باندې هم بحث وکړي.

د څېړنې هره موضوع خپلخپل ارزښت لري، د طب په برخه کې څېړنه يو ډول ارزښت لري او په ادبياتو کې پرخوشحال خان خټک څېړنه بل ډول ارزښت لري.

هـ: د څېړنې پوښتنې:

هره څېړنه د يوې طرحې په نظرکې نيولو سره پيل کېږي او ځينې پوښتنې د څېړونکي سره موجودې وي، چې غواړي ځواب ورته پيدا کړي.

څېړونکى بايدپه سريزه کې د هغو پوښتنو يادونه وکړي، چې دى ورسره مخامخ شوى دى.

د څېړنې پوښتنې په دوه برخوويشلى شو.

اصلي او کليدي پوښتنې او فرعي پوښتنې د دې ټولو پوښتنوځواب په څېړنه کې موجود وي، ځکه چې محقق ته پوښتنې پیدا شوي وي او ځوابونه يې په علمي شکل څېړلي وي.

و: د څېړنې شاليد:

په تحقیق کې د موضوع پر تاريخي شاليداو پس منظر باندې هم بحث ضروري دى.

د څېړنې په پس منظرکې پخوانيوڅېړنوته چې همدې مسالې پورې ارتباط لري، په انتقادي نظرکتل کېږي اوپه همدغه ځاى کې د پخوانيو څېړنود نيمګړتياووپه ښودلوسره د موضوع پرنوښت او ضرورت باندې رڼا اچول کېږي. (۶: ۱۰مخ)

د څېړنې په تاريخي شاليد کې د ټولو هغوکارونو يادونه کېږي، چې په موضوع د تاريخ په اوږدو کې شوې وي.

د مقالې، کتاب، رسالې، مونوګراف، تېزس او ډيزرټيشن په کالب کې چې په اړوندې موضوع کارشوى وي، يادونه يې په مقدمه کې د څېړنې شاليدترسرليک لاندې ضروري ده، البته د دې توضيح ملتياچې حاضره پروژه پر همدې موضوع له پخوانيوشويوکارونوڅخه څه ښېګڼې لري ايا د پخوانيو څېړنو نيمګړتياوې يې پوره کړي او تشي يې ډکې کړي دي او که نه؟ او يا په موضوع کې موجوده تشې دکولى شي؟ که څېړونکى په مقدمه کې دا کار ونه کړي نو لوستونکى ورته د تکرارپه سترګه ګوري او نه يې لولي. لوړې خبرې موږ داسې توضيح کولى شو: کله که څېړونکى يوه داسې موضوع د تحقيق لپاره غوره کړي، چې تر ده دمخه نورو هم پرې کار کړى وي، نوڅېړونکي ته په کار دى چې د پخوانيو کارونوحتى په دې برخه کې د ډېرو وړو علمي کارونويادونه وکړي، نيمګړتياوې او کمبوتۍ يې وښیي او د خپل کار ښېګڼوته اشاره وکړي او لوستونکي په دې ډاډه کړي، چې د دغه نوي اثرپه متن کې به په دې ارتباط د پخوانيو شويو کارونوکمبوتۍ او د اوسني کار ښېګڼې يا زياتونې اونوى والى مطالعه کړي. (۲۷: ۲مخ)

ذ: د څېړنې ميتود:

ميتود يوناني کلمه ده. لاره، روش او طريقې ته وايي، هره څېړنېزه موضوع بايدديوټاکلي ميتود په رڼا کې پيل او پاى ته ورسېږي. د ميتود ګټه څېړنې ته زياته ده او محقق سره د تحقيق په کارونوکې مرسته کوي او څېړنه رهبري کوي.

د څېړنې د ميتود په هکله ډېرې خبرې په مخکنيوڅپرکيوکې شوې دي، هرڅېړونکى بايددڅېړنې د موضوع په نظر کې نيولوسره په ځانګړي ميتود خپله څېړنه پيل کړي او په موضوع کې تر پايه پورې ټاکلى ميتود عملي کړي. په مقدمه کې د څېړنه طرحه، د څېړنې هدف، د څېړنې ارزښت، د څېړنې پوښتنې، د څېړنې تاريخي شاليد او د څېړنې ميتود باندې بحث ضروري دى.

له سريزې او مقدمې وروسته په څېړنه کې پراصلي موضوع يا متن بحث پيل کېږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.