وسله‌والو طالبانو د کندوز په چاردره کې د انجونو مدرسې د بنسټ ډبره کېښودله

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): وسله‌والو طالبانو د کندوز په چاردرې ولسوالۍ کې د انجونو د یوې سترې مدرسې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودله.

د چاردرې ولسوالۍ د قریه یتیم اوسیدونکي ذکرالله امان زاده نن ټکی اسیا ته وویل چې د خدیجة الکبری د انجونو مدرسې د بنسټ ډبره پرون د کندوز لپاره د طالبانو د ښوونې او روزنې مسوول مولوي بسم الله کېښودله.   chardara madrasa 2

هغه زیاته کړله چې د خدیجة الکبری د انجونو مدرسې د پرانېستې پر مهال د طالبانو ډيری قومندانان او قومي مشران هم موجود و.

د سرچېنې د معلوماتو پر اساس د ودانۍ د رغونې چارې به د چادرې په اورتبلاقیو کلي په یوه کال کې سرته ورسول شي.

امان زاده له قوله اوسمهال مدرسه په یوه کور کې ده او د مدرسې د اصولو له مخې د ۷ کلنو پورته ۱۵۰ انجونې زده کړې کوي چې د ښځېنه استادانو لخوا ورته درس ورکول کیږي.chardara madrasa 4

chardara madrasa 3

chardara madrasa 5



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.