موټروان او سپین ږیری، لنډه کیسه!

نعمت الله هلمندی

د اختر شپې ورځې وي، له کابل نه موسهي ولسوالۍ سره نږدي کشلاغ کلي ته تلمه،ماښام وخت وو،هډه کې ګرځیدم راګرځیدم،موټر نه پیدا کیدو،نور مسافر هم وو،

د ټیکسې موټروانان ډیر وو، خو څوک تیار نه وو چې راسره ولاړ شي، ټولو پلمې کولې، موږ یو څو مسافر چې موسهي ته تلو یو ځای ګرځیدو، یوه موټروان و ویل چې زه به مو یوسم خو که کرایه سل روپۍ راکوئ، د چا زړه نه منله ، موږ مسافر هم ستړی شوي وو، مجبور شوو چې سل روپۍ کرایه ورکړو، عادی کرایه څلویښت یا پینځوس روپۍ وه.خو د اختر په ورځو کې یې بیا د خلکو له مجبورئ نه ګټه اخیسته او پیسې به یې زیاتې غوښتې.

موټر د کابل نه روان شو، شاته سیټ کې زه او دوه نور مسافر ناست وو، یو سپین ږیری غوسه وو، ویل یې د اختر په ورځو کې دا ټیکسې وانان همداسې ناجایزه کوي،

موټروان مو خبرې اوریدلې،په ښیښه کې یې شاته راوکتل، وایې “ای د زور خبر نه ده، که خوښه دي نه وي همدلته ښکته شه،دا نور غلي دي او ته غګیګی”

،موټر مزل راکړی وو او “سنګ نمشته” ته را رسیدلې وو.

سپین ږیري هم څه رد بد ورته و ویل چې تاسې چې پوهیږئ چې خلک مجبوره دي نو همداسې کوئ، دا خو غله دي په کار خو داسې وو چې تاسې د اختر په ورځو کې هم هغومره کرایه اخیستی لکه په عادي ورځو کې مو چې اخیسته.بحث یې سره اوږد شو، غوسه خو ټول وو،خو مجبور وو،په خوښه مو راوستلی وو،موږ غلي کړل.

د موسهي ولسوالۍ نه چې تیر شوو، دوه ځوانان رامخکې شول موټر ته یې د درېدلو اشاره وکړه.
موټر څنګ ته ودریدو، دوه ځوانان چې مخونه یې پټ وو رامخکې شول، سلام یې راکړو، وایې ستړي مشئ،

د سلام ځواب مو ورکړو،زه ورخطام شوم ما ویل اوس به څوک د موټر څخه ښکته کوي،طالب زموږ په طرف راغی وایی څنګه سفر مو ښه وو؟پخیر راغلئ؟ په لاره کې خو به چا خفه کړي نه یاست؟

ما ویل نه بیخې ښه راغلو.

یو موټر سایکل یې څنګ ته درولی وو، ام پی ترې کې ترانې چالانې وي.

د سپین ږیري صبر ونشو وایې طالبه دغه موټروان پورا شپیته روپۍ زیاتې رانه یوړې، په لار کې راته غوسه هم وو، سپین ږیري د موټر وان په لور ګوته ور وغځوله،او له غوسې نه په ريږیدو شو،
طالب په موټروان غږ وکړو، دا کاکا څه وایې رښتیا دي پیسې ډیرې تر وړي دي؟

موټروان ورته شرمنده غونته شو وایې “ولا وروره خو د اختر ورځې دي ښا نو څه به اوایو”

طالب غږ ورباندی وکړو ته لږ راکوز شه، موټروان سپین ږیري ته له غوسې وکتل، سر یې وښورو، دروازه یې ور خلاصه کړه کوز شو.

مخامخ د موټر سایکل په طرف ورغی،موږ د موټر د بتیو په رڼا کې ورته کتل،هلته موټر سایکل سره بل طالب ناست وو څادر کې په ځمکه هوار کړی وو،هغه ورته رالاړ شو،څه خبرې یې ورسره وکړې.

موټروان په دواړو لاسو غوږونه ونیول،څه وخت ولاړ وو،طالب بیرته را روان کړو،موټر کې کیناستو.

طالب و ویل ورته چې د دوی نه دي چې زیاتې پیسې وړې ده هغه هم بیرته ورکړه او ای چې څوک خفه نکړي، ټول به خپلو ځایو ته رسوي،موږ ته یې
مخ راوړو چې سمه ده ملګرو؟

سپین ږیری ځواب ورکړو سمه ده قربان دی شم بچیه.

موټروان ویل هان دا پیسې مو درږاخلئ، اضافه وړي روپۍ یې بیرته راکړي.

موټر روان شو،چا غږ نه کوو،ټول.غلي وو، آخر موټروان ښیښه کې ماته راوکتل او لګیا شو، وایې “و دی لیدل؟تا راته ویل راسره ولاړ شه د کابل اطرافو ته،زه خو ځکه اطرفو ته نه راځم،دلته دا حال وي.

سپین ږیري ور غبرګه کړه، وایې دلته نو دا ټول غله اطرفو ته نشي راتلی،دا دولتي مشران نه ویني چې دومره چُور یې کړي ده چې اطرافو ته راځي نو زغزاولو موټرو کې راځي.

موږ ټول ورته په خنده شوو،موټروان ورته و ویل یاره مشره ته مې چې نور پریږدي ښه به وي، زه خو څه ستا سره خبرې نه کوم……..
پای



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.