غزل/ مسرور درمل

مسرور درمل

زما په څنګ کې اوسېده يې رانه هېر نه دي
پټ پټ ګرېوان ته خندېده يې رانه هېر نه دي

خالقه خدایه! را کاته یې رانه هېر نه دي
سترګې لېمې څڼې باڼه یې رانه هېر نه دي

د غاټول خور نرګس یې ورور د نېلوفر سکنۍ
ها د وږمو ترې ورېده یې رانه هېر نه دي

وجود تابان لکه جانان راته وه ګرانه له ځان
په تورو شپو راته راتله یې رانه هېر نه دي

د آزادۍ تر ګلو ښه تر سپوږمۍ سپین لاسونه
زما تر غاړې تاوېده یې رانه هېر نه دي

د زړو درمل د ستونځو حل دچا په زنه ململ
مسروره! هغه تېرېده یې رانه هېر نه دي

مسرور درمل



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.