د زلزلې په اړه لس نوي ټکي‎ « دويمه برخه»

ژباړه: وحید الله اسلام

اووم:

په دې برخه کې به د لمر د زلزلې په اړه هم یادونه وکړو. زلزله یوازې د ځمکې په کُرې پورې نده تړلې، بلکې په نورو سیارو کې هم لیدل شویده. د لمر لړزوونکې څپې هم د ځمکې په څیر خپریږي. دا کار د لومړي ځل لپاره د 1996 م کال د جولاي په 9 نیټه د پوهانو لخوا ولیدل شو. د لمر لیدل شوی زلزله د 1906 م کال د سانفرانسیسکو د سترې زلزلې 40000 چنده انرژي لرله. نوموړی زلزلې د ریختر د مقیاس له مخې له 11.3 سره برابره وه. دکتور کرګ دفاستر چې د ناسا او ESA لپاره کار ترسره کوي، وایي چې له دې زلزلې څخه ازاده شوی انرژي له دینامیت سره د ځمکې د کُرې د پوښیدو او په ورته وخت کې له چاودیدو سره برابره ده.

ویل کیږي چې د مریخ او سپوږمۍ زلزلې هم شته دي. په مریخ کې هم تکتونکي صفحې لیدل شوي دي خو د زلزلو شمیر یې ډیر محدود دی. په سپوږمۍ کې هم نسبتاً ډیری زلزلې رامنځ ته کیږي خو د ځمکې د کُرې د زلزلو په پرتله یې ستروالی ډیر لږ دی.

اتم:

د انسان اغیز د ځمکې د کرې پرمخ یوازې په ځمکې، هوا او اوبو پورې نه تړلې، بلکې زموږ د ژوندانه طرز د ځمکې تر قشر (پوستکي) لاندې هم اغیزې لري. لکه څنګه چې پوهیږئ زلزله په طبیعي توګه د ځمکې تر پوستکي لاندې د تکتونیکي صفحو له حرکت څخه رامنځ ته کیږي. خو د انسانانو فعالیت هم په بیلابیلو لویوالو سره د زلزلو رامنځ ته کوونکی وي.

د انسانانو په واسطه د مصنوعي زلزلو د رامنځ ته کیدو اصلي لامل د ځمکې په ژوروالي کې د مایعاتو لکه اوبو او نفتو ننوتل دي چې د صنعتي یا چاپیریالي موخو لپاره ترسره کیږي. د بیلګې په توګه، هغه فاضلاب یا د نفتو پاتې شوني چې د جوړې شویو څاګانو په مرسته د ځمکې ژوروالي ته د دفعې په موخه تزریق کیږي. دا مایعات د ځمکې وتونکی فشار زیاتوي او د ماتو د سستدیو لامل ګرځي. کله چې دا وتونکی فشار په کافي اندازې سره زیات شي، ماتې د حرکت په کولو سره زلزله رامنځ ته کوي. له بلې خوا د ترځمکې لاندې اوبو تخلیه هم د مصنوعي زلزلو د رامنځ ته کیدو لامل وي. دا ډول زلزله یو ځل په 2011 م کال کې په اسپانیا کې شوی وه چې د اوبو رسونې لپاره د ترځمکې لاندې اوبو د ویستلو له امله په لوریکا ښار کې رامنځ ته شوه. ځینې نور لاملونه هم شته چې د ساختګي زلزلو د رامنځ ته کیدو لامل ګرځي چې د کانونو کیندنه، بندونو جوړونه او حتې ودانیو جوړونه یې ښې بیلګې دي.په 2005 کال کې یو ځمکپوه ادعا کړیوه چې د هغه مهال تر ټولو ستر برج تایپه 101، چې وزن یې له 700000 ټنو څخه زیات وو، په تایوان کې د غیر فعاله ماتو د تحریک باعث شوی دی.

په امریکا او انګلستان کې د څیړنو له مخې له 25 څخه تر 30 سلنو پورې زلزلې د بشري فعالیتونو له کبله وې. البته دا ډول زلزلې اکثره له 4 ریختر څخه لږې وي. په لومړیو کې داسې انګیرل کیده چې دا ډول زلزلې به زیانمنې نه وي او د دې په رامنځ ته کیدو سره به د سترو زلزلو مخه ونیول شي خو د څیړنو په پایله کې څرګنده شوه چې ډیری مصنوعي زلزلې د طبیعي ماتو په اوږدو کې نه رامنځ ته کیږي او همدا لامل دی چې دا زلزلې د طبیعي زلزلو د انرژۍ د تدریجي ازادولو پرمخ کومه اغیزه نه لري.

نهم:

په 1392 ه ش کال کې د 7.7 ریخترو په لویوالي سره یوې زلزلې د پاکستان جنوب لویدیځ برخه بلوچستان وخوځاوه. تر دې خوځیدنې وروسته د ګوادر د ښار د ساحل په 2 کیلومترۍ کې یوه نوی ټاپو راڅرګند شو! دا ټاپو چې د (زلزلې د ټاپو) نوم ورته غوره شو، ګمان کیده چې خټې غورځوونکی به وي. خټ غورځوونکې یوه طبیعي پدیده ده چې تر ځمکې لاندې خټه او لای د وخت په تیریدو سره د چینې په بڼه د ځمکې سطحې ته راوځي او بیا مخروطي شکل غوره کوي. کولې شو دا پیښه اور غورځونې ته یوه ورته پدیده وګڼو چې د اور پرځاې پکې خټه بادیږي.

سره له دې چې دې ناڅاپي ټاپو راښکاره کیدل د نړیوالو پام د ځان په لور را اړولې وو، خو ځايي اوسیدونکو ته هیڅ د حیرانتیا وړ نه وه. ځکه چې د دې ځاې ډیر عمره وګړو ادعا کوله چې په 1968 م کال کې یې هم د یوې بلې زلزلې په ترڅ کې په هماغه سیمه کې یوه ټاپو لیدلی وه. دې جزیرې 175 متره اوږدوالی او په لوړه نقطه کې 18 متره لوړوالی لره. د ناسا د سپوږمکۍ د انځورونو له مخې دا ټاپو اوسمهال بیرته د ډوبیدو په حال کې ده. د راښکاره کیدو له وخته تر دې دمه پورې شاوخوا درې متره په اوبو کې ننوتې ده.

لسم:

پوهیږئ چې زلزلې د ورځې اوږدوالی رالنډوي؟ دا کار پوهانو په جاپان کې د 8.9 ریخترو زلزلې پرمهال په 2011 کال کې درک کړ. د ترسره شویو څیړنو له مخې، نوموړې زلزله د ځمکې د تاویدو د چټکتیا د زیاتوالي لامل شو او د ځمکې اوږدوالی یې د 1.8 میکرو ثانیې په اندازې سره را لنډ کړ. د چټکتیا د ډیروالي لامل استوا کرښې ته د ځمکې د کتلې د ځای په ځایتوب ډیر نږدیوالی وو چې د زلزلې د خوځیدو له امله ترسره شو.

دا کار په لومړي سر کې پوهانو د یوې تیورۍ په توګه ثبت کړ، خو وروسته یې ثابته کړه چې په 2004 م کال کې د سوماترا په زلزله کې د 6.8 ملیونیمې ثانیې په اندازې سره ورځ راکوچنۍ شوی وه. دا چې د ورځې د راکمیدو دا کچه بیخې لږه او د پام وړ نه ده خو د تیرو او راتلونکو زلزلو د اغیزو په نظر کې نیولو سره کولې شي د ځمکې په کُرې باندې ډیرې اغیزې ولري چې تر اوسه یې له امله احتمالي اغیزې نه دي مشخص شوي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.