هوښيار نوکر « لنډه کيسه»

ژباړن: نجیب الله خان

دا یوه زړه کیسه ده، چې کلونه کلونه پخوا به ویل کیده.

چې یو شتمن یو ښار ته سفر کول غوښتل،هغه سوداګر و.هغه غوښتل، چې مالونه ښار ته یوسي.

هغه سره زر او نور شیان د خرڅولو لپاره ښار ته وړل، شتمن تجار فيصله وکړه، چې دا مالونه به د ده لس نوکران وړي. د مالونه مختلف د خرڅولو شیان او یو غټ پیټی د سفر خوراک وو.

شتمن سړی ډیر مهربان او زړه سواند و.هغه خپل یو نوکر ته وویل، چې ته تر ټولو ضعیف او کوچنۍ نوکر یې زما په نوکرانو کې، نو تاسو به دروند پیټی یو نیسئ؛ تاسو په خپله خوښه د ځان لپاره یو پيټی انتخاب کړئ.

نوکر د بادار په خبره فکر وکړو، هغه یو دروند پيټي ته اشاره وکړه، چې هغه د سفر خوراک او ډوډۍ وه.

شتمن تجار په نه خوښۍ سره وویل، چې د خو تر ټولو دروند پیټی دی، ته ولې دومره ناپوه یې؟

خو نوکر په ډیرې خوشالۍ سره پیټی راواخیستو؛ او د شتمن تجار سره په سفر روان شو.

شتمن تجار او نوکران په سفر روان شول.

د ډيرو مزلو وروسته په یو ځای کې دمې ته ودريدل، او ټولو په ګډه لږه ډوډۍ وخوړه، چې پدې سره د نوکر پیټی لږ سپک شو.

په همدې ترتیب به شتمن تجار او نوکرانو هره ورځ ډوډۍ خواړله، او د نوکر پیټی به کمیدو.

خو ډیرو مزلو وروسته ښار ته ورسیدل، ډوډۍ او خوراک یې هم خلاص شواو هوښيار نوکر دا پيټي وړلو څخه خلاص شو.

د شتمن تجار نورو نوکرانو به په ښار کې د مالونو پېټي ګرځول خو هوښيار نوکر به یوازې سيلونه کول.

هدف: که تاسو هم په په ځوانۍ کې لږ زحمت وباسئ او په ځان لږ بوج تېر کړئ نو راتلونکی به مو روښانه وي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.