پرليکه مشاعره

ترتيب: شاکر جان هلمندي

د تيري پنج شنبي دشپي مشاعره چي د ليکوال او شاعر عبدالرحمن محمود صاحب د فيسبوک پرر ديوال تر سره شوي وه ستاسو مخې ته ئي ايږدو هيله ده چي شعرې تنده مو پرې خړوبه کړى.

ورک بلاله طالب جان راسه راسه
أى د خوږو زړو درمانه راسه راسه

محمدکريم حکيمي
زموږ د کلې محرابونه راته ژاړي
د بلال خوږه اذانه راسه راسه

شاکرجان
ستاراتلو ته مو له وخته انتظار دى
اى دعصر قهرمانه راشه راشـــه

عبدالرحمن محمود
د أميد سترګې مو تاته انتظار دي
ځموږ د هيلو ترجمانه راسه راسه

عبدالغفارذاکر
ډيرخفه زړونه وتاته انتظار دى
پرهرونوله درمانه راسه راسه

دادم عرفان
جوړ تورتم کړه په کفارو باندی ګرانه.
ای ددی وخت قهرمانه راسه راسه

سيدجمال وردګ
دي مظلوم اولس ته سوبه بريا راوړه
اى أتل مرد ميدانه راشه راشه

شاکرجان
پرفيسبوک هم طالبان خپل باچاهي که
اى د هر محفل خوبانه راشه راشه

نورالله ځدران
بى له تا مى ژوندون ګران شو
اى زما خواګه  جانانه  راسه راسه

عرفان الله عرفاني
لوی  کاروان دې څوک په لاره کې لوټ نکړي
چېرتــــه ورک یې ای څاروانه راشه راشه

عزت ګل چشتي
د ازادۍ ناویې ته سپین پړونی راوړه
د دې دور پهلوانه راشه راشه

عرفان الله عرفاني
نن د حـق او د بــــاطل مــقابله ده
وایم تـاته مســلــمانه راشـه راشه

حقمل زرمتي
راژوندی کړه دزخمی زرو مړاوی هیلی
ننگیالیه قدردانه راســـــــــــــــــه راسه

طالب الهام
يوسفى حسن دى ډيرزړونه لوټلى
دمينوزړودرمانه راسه راشه

حقمل زرمتي
دهشت گر او ترهگر چه دسوک بولی
کړه یی خونه ور ویرانــــه راسه راسه

طالب الهام
غبرګى سترګى مى ړندى شوى ستاپه هيله
نوررادرومه له کنعانه راشه راشه

بدري ميدان وال
تریخ هجران دی بدری دیریم زورولی
هله زرکره پرماگرانه راشه را شه

احسان الله
پہ مستی بہ سنگرونو لرہ دانگو
لوی اخترہ راروانہ راسہ راسہ

ابومحمدحامد
ته زمونږه دوجودیوه تکړه یی
ژوندموګران دی بی له تانه راشه راشه

سيدجمال وردګ
ته امام ځموږ د ګلې أو محراب يې
اى د سپينې پکړى ځوانه راسه راسه

زين الله
ته دحسن اوجمال يوه ښکلا يې
د تقوى وو دين عرفانه راسه راسه

محمدرحيم مظلوم
دهلمنداودقندوزستره فاتحه..
رب دی راوله جانانه راسه راسه.

حمدالله دانشمند
تا کفري نړۍ ته درس د عبرت ورکړ
زما میني زما ځانه راشه راشه

حمزه افغان حسيني
داسلام پہ پاکہ خاورہ کی جانانہ
شہادتہ پہ ما گرانہ راشہ راشہ

محمدانورخان
دزړګي مراندي مي ټولي وشلیدلې
ای دخوږ زړګي درمانه راسه راسه

تپاندزهاد
توروشپو یو ستړي کړي سپین سحره
درڼوستورو کاروانه راسه راسه



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.