رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۱۸برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

نهمه وړاندوینه:

حضرت سلیمان علیه السلام وایي:

زما محبوب سور او سپین دی، هغه په لس زرو (۱۰۰۰۰) کې افضل دی، د هغه سر خالص سره زر دي ، د هغه زلفې ولول دي او تورې دي، غاښونه یې داسې سپین دي؛ لکه شیدې، او د هغه رخسار ډېر خوشبویه دی، خوله یې ډېره خوږه ده او داسې نور…

چې په دې کې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم صورت مبارک اوڅهره مبارکه بیان شوې ده، زلفې مبارکې یې توری وې، غاښونه مبارکان یې ډېر سپین وو او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم مبارک بدن د ګلاب خوشبویې درلوده  او کله چې به پر یوه لاره تیر شو؛ نو تر دریو ورځو پورې به پر هغه لاره خوشبویې وه، په لسو زرو کې افضل دی، چې ورڅخه د مکې فتحه مراد ده، کله چې مکه فتحه شوه؛ نو له نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره ۱۰۰۰۰ صحابه کرام وو، چې دې ټولو کې دی افضل ؤ او داسې نور.

لسمه وړاندوینه:

موږ ته به یو زوی راکړل شي، صداقت به د هغه پر اوږو وي، عجیب او ښکلی نوم یې دی، د قادر خدای مُشیر دی د ابدۍ او سلامتۍ مشر دی، د ده پاچاهي نه ختمیږي، دا به تل وي، عدل او صداقت به ټینګ کړي.

دا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خاتم الانبياء دی، نو ځکه چې دا نړۍ آباده وي؛ د ده نبوت به ادامه لري، د خدای استازي دی، د سلامتۍ، عدل او انصاف راوړونکی دی.

یوولسمه وړاندوینه:

په اوسني زبور کې د حضرت محمد
صلی الله علیه وسلم په هکله وړاندوينې:

دوولسمه وړاندوینه:

دا چې زبور پر حضرت داؤد علیه السلام باندې نازل شوی ؤ، نو اوسني زبور هغه زبور نه دی چې پر سیدنا حضرت داؤد علیه السلام باندې نازل شوی ؤ، بلکې اوسنی زبور تحریف شوی دی، په دې تحریف شوی زبور کې هم حضرت داؤد علیه السلام د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم صفتونه کوي او وايي:

–       دآدم له اولادې څخه تر ټولو ښکلی دی.

–       شونډان یې له لطف څخه ډک دي.

–       له همدې کبله یې، ته د تل لپاره مبارک کړې.

–       ای زبر دسته! ته خپله توره چې ستا دبدبه او شوکت ده، پر خپله ملا باندې وتړه او د رښتینولۍ اوصداقت په خاطر او د خپل شان او شوکت له
کبله سپور شه، ستا غشی تېز دی.

–       قومونه به تر تا لاندژ شي، ستا دښمنان به روحیه له لاسه ورکړي.

–       خدای به ستاسو تخت تر ابده پورې قایم ولري.

–       ستا د قدرت عصا، د راستۍ عصا ده.

–       له صداقت سره دې مینه ده او له شرارت څخه نفرت کوې.

–       ستا له کالو څخه خوشبویي راځي.

–       د پاچاهانو اولاده ستا استقبال کوي.

او داسې نور….

په برناباس  انجيل کې د
نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله بيان

د برنا باس پیژندنه او شخصیت:

د برنا باس اصلي نوم یوسف ؤ، د سیدنا حضرت عیسی علیه السلام حواریینو دا نوم (برناباس) ځکه پر کښېښوده، چې ده ډېر نصیحت او دعوت کاوه. (برناباس) یعنې د دعوت او نصیحت ځوی، یا مرسته کوونکی چې بایبل یې په اړه وایي:

او یوسف نومی یو سړی ؤ، چې رسولانو به ورته برناباس (برنابا) وایه، چې معنی یې مرسته کوونکی او هغه په اصل کې د قبرص اوسیدونکی ؤ او د هغه یو پټی ؤ، کوم چې هغه خرڅ کړ، هغه پیسې یې راوړې او هغه یې د رسولانو په پښو کې کېښودلې.

بابیل په ښکاره وایي چې هغه څومره د حواریینو سره جوړ او څومره خدمت یې کاوه، هغه یوه ټوټه ځمکه درلوده؛ هغه یې هم دالله د رضاء لپاره خرڅه کړه او د دین خدمت یې پر مخ بېوه. یوه بله خبره یې د یادونې وړ ده هغه دا چې دا لقب یې ځکه ده ته ورکړ، چې په دغه وخت کې ده ډېره مرسته وکړه او تر ده زیات دعوت هیچا نه دی کړی، دا ځکه چې هر څوک له یهودو څخه په ویره کې ؤ او هغو واژه، نو ځکه برناباس خاص ارزښت لري.

خلکو به د برناباس په نامه قربانۍ کولې او خلکو ورته دیوتا   وایه، چې دی له دې کاره سره مخالف ؤ، لکه په  او بیا بایبل وایي:

موږ دا فیصله کړې ده چې خپله خوښ کړي نماینده ګان دخپلو خوږو ملګرو برناباس او پولس سره درولیږو، چې دوی خپل ځانونه دعیسی علیه السلام لپاره قرباني کړیدي.

برناباس هغه ښه سړی ؤ، چې په روح القدوس معمور او ایمان یې مضبوط ؤ، نو ډېرو خلکو په مالک باندې ایمان راوړ.

او له دې آیت څخه ښکاره شوه چې برناباس لکه عیسی علیه السلام په روح القدوس معمور ؤ، ښه سړی ؤ او ایمان یې دومره ټینګ ؤ؛ چې کله به خلکو  ده ته وکتل او د ده نصیحت به یې واوریده؛ نو ایمان به یې راووړ، چې په ټولو کې دی یوه وتلې څهره وه او خلکو به دده په نامه قربانۍ کولې چې دی بیاد دې کار سره مخالف هم ؤ.

د عیسایانو دارُ التبلیغ انطاکیه وه چې په هغه کې برناباس معلم ؤ او ده نصیحت کاوه لکه په دې فقره کې په عیسایت کې خاص نوم او لقب لري، نو ځکه د ده انجیل هم له نورو ډېرو انجیلو څخه غوره او ښه دی، دا چې دی د سیدنا عیسی علیه السلام په ژوند کې ترټولو ښه نصیحت کوونکی ؤ؛ نو ځکه د ده هره خبره سند ده، دا ځکه چې که چېرې ده سمې خبرې نه کولای؛ نو کیدای شي چې بایبل ور باندې پټه خوله وای او بر عکس اوسنی بایبل د ده پر ښه والي او غوره والي اعتراف کوي، نو ځکه د ده انجیل اصلي انجیل ته نژدې دی او د ده په انجیل کې چې کومې وړاندوینې شوي دي؛ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په هکله دا ټولې رښتینې دي.

دلته په ښکاره سره جوتیږي چې برناباس تر سیدنا عیسی علیه السلام څومره ځان قرباناوه او څومره ارزښت یې ورته درلوده.

نور بیا…

پایلیکونه:   دا چي دلته دنبي کریم صلی الله علیه وسلم سرمبارک د سرو زرو سره مشابه دی، دلته مراد ورڅخه ارزښت، ښکلا او اهمیت دی، دا
تشبیه د ارزښت له کبله شوې ده. یا لکه چې یو شاعر پخپل شعر کي د خپل محبوب غاښونه د ملغلرو سره مشابه  کړیدي او داسی نور…

غزل الغزلات ۵: ۱۰- ۱۶)
(اشعیا/یسعیا باب ۹: ۶- ۸)
(حبقوق باب ۳: ۳- ۶)
(زبور باب ۴۵: ۱- ۱۷)

ددې حواري نوم په څوډولوسره دئ لکه: برنباس، برناباس، برنبا، برنابا

(اعمال درسولانو ۴: ۳۶، ۳۷)

دیوتا، د انسانیت په تاریخ کې په ډیرو مذاهبو اوعقایدو کې داسې یو نظرشتون درلوده اواوس مهال هم شته چې الله جل جلاله په انسان کې حلول کړیدی، یعنې خدای دې نړۍ ته په انسان کې ننوتلی دی (نعوذ بالله من ذالک ا لکفر والشرک) چې دا عقاید په هندو مذهب، بودایي مذهب، عیسایت او نورو مذهبونو کې هم شتون لري، نو دې خلکو ته چي به د دوی په آند خدای پکښې حلول کړی ؤ، هغه ته به یې دیوتا ویلو، مشرکینو به ملائیکو ته دیوتا ویل، نودا چې برناباس به ډیر خدمت کاوه او ښه په فصاحت او بلاغت سره به یې دعوت کاوه؛ نو ځکه خلکو ده ته هم دیوتا ویلو، چې ده یې منع وکړه.

(انوارالباری شرح صحیح البخاری، ټوک:۴ ، پاڼه: ۳۱۶/شاه انورشاه کشمیری رحمة الله علیه/ خپرونکی : اداره تالیفات اشرفیه ملتان
فیروز اللغات اردو، الحاج مولوی فیروزالدین مرحوم، خپرونکی : فیروز سنز- ۲۰۰۵

(اعمال درسولانو ۱۴: ۱۲)
(اعمال درسولانو ۱۵: ۲۵).
(اعمال درسولانو ۱۱: ۲۴).
(اعمال درسولانو۱۳: ۱ـ ۴)



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.