د موسکا لس په زړه پورې ګټې

ژباړن : عطا محمد میاخېل

۱ ـــ موسکا مو جذابوي :
موږ ټول د هغو کسانو په لور ور کش کېږو، کوم چې موسکي کېږي، موسکا یوه ناڅاپي جذبه او را ښکون را منځته کوي . خوښېږي مو چې له هغوی سره پېژند ګلوي پیدا کړو .

۲ ـــ موسکا مو حالت ته بدلون ورکوي :
بل ځل مو چې د بې حوصلګۍ او خپګان احساس وکړ، نو موسکا وکړئ . موسکا بدن ته ځواک وربښي .

۳ ـــ موسکا ساري ده : 
موسکا ستاسو له پاره خوښي را منځته کوي . په موسکا کولو سره د چاپېریال فضا هم خوشاله کوئ او خپل شاوخوا خلک د مقناطیس په څېر خپل لور ته را کاږئ .

۴ ـــ موسکا کول ژور خپګان له منځه وړي :
کله چې ژور خپګان لرئ، نو موسکا وکړئ، په دې کار سره مو ژور خپګان را کمېږي او کولای شئ، چې د وضعیت د ښه کېدو له پاره د عمل ډګر ته ور ودانګئ .

۵ ـــ موسکا کول ساتونکی سیستم پیاوړی کوي :
په دې دلیل د بدن ساتونکي کړنې پیاوړې کېږي، چې تاسو د آرامتیا ډېر احساس لرئ . په موسکا کولو سره، په انفلونزا او والګي باندې له اخته کېدو څخه مخنیوی وکړئ .
 
۶ ـــ موسکا کول د وینې فشار راټیټوي :
کله چې موسکا کوئ، نو د وینې فشار مو د پام وړ را ټیټېږي، موسکا وکړئ او ځان وازمایئ .

۷ ـــ موسکا کول اندورفین، سروتونین او د بدن طبیعي آرام بښونکې مادې آزادوي :
څېړنو ښودلې ده، چې موسکا کول په بدن کې د دې درې مادو په تولید سره د روحیې د ښه والي سبب ګرځي . کولای شو ووایو، چې موسکا کول، آرام بښونکي طبیعي درمل دي .

۸ ـــ موسکا کول مو څېره ځوانه ښکاره کوي :
هغه غړي چې د موسکا له پاره کارول کېږي، ستاسو مخ پړسوي، نو هېڅ اړتیا نه لرئ، چې د خپل مخ پوستکی را کش کړئ، هڅه وکړئ، چې تل موسکي شئ .

۹ ـــ موسکا کول د دې سبب ګرځي، چې بریالي معلوم شئ :
داسې معلومېږي، هغه کسان چې موسکا کوي، په خپل ځان باندې ډېر اعتماد لري او په خپلو کارونو کې ډېر پرمختګ کوي .

۱۰ ـــ موسکا کول له تاسو سره مرسته کوي، چې مثبت فکره واوسئ :
موسکا وکړئ … اوس هڅه وکړئ د هغې له منځه تګ څخه مخکې، د یوې منفي مسئلې په اړه فکر وکړئ . ډېره سخته ده . کله چې موسکا کوو، نو زموږ بدن د بدن نورو برخو ته پیغام لېږي، چې ژوند ښه پرمخ ځي، نو په موسکا کولو سره، له غم، خپګان او خواشینۍ څخه لرې پاتې شئ، نو تل موسکا وکړئ .        
 


تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.