کابل-کندهار پر لويې لارې خونړۍ ترافیکي پېښې ۳۶ مسافر وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د کابل-کندهار پر لویه لاره د یو مسافر وړونکي ۳۰۳ ډوله بس او ټيلر تر منځ ټکر لږ تر لږه ۳۶ مسافر وژلي او ۲۸ نور يې ټپيان کړي دي.

د زابل والي بسم الله افغان مل د یادې ترافیکي پېښې پخلی کړی او ویلي يې دي چې پېښه سهار وختي شاوخوا شپږ بجې هغه مهال رامنځته شوه چې د مسافرو ۳۰۳ ډوله بس چې له کندهاره پلازمېنې کابل ته روان و د تېلو یو ټانکر سره یې ټکر وکړ.

افغان مل د معلوماتو له مخې تر ټکر وروسته دواړو موټرو اور واخېست چې له کبله یې ۳۶ کسان و وژل شول او ۲۸ نور ټپیان شول.

هغه ویلي چې ټپیان يې کندهار او د قلات ښارونو ته انتقال کړي دي.

تر دې دمه د دغې پېښې حتمي لامل نه دی په ګوته شوی خو په عام ډول ورته پېښې د موټر چلوونکو لخوا بې احتیاطي او تېز چلولو له کبله رامنځته کیږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.