بنګلادیش د جماعت اسلامي یو بل مشر اعدام کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د بنګلادیش حاکم ګوند د جماعت اسلامي ګوند یو بل مشر او ستر سوداګر میرقاسم علي اعدام کړ.

فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې میرقاسم د اعدام د پریکړې خلاف ولسمشر ته د «رحم کولو» غوښتنې څخه انکار کړی و او بېګا په ځايي وخت د شپې پر ۱۰:۳۰ بجو د غازي پور په زندان کې اعدام شو.

میرقاسم د بنګلادیش یو له سترو سوداګرو څخه و، هغه د اسلامي بانک مشر، د ډيګانټا رسنیز ګروپ رییس، د ابن سینا خیریه موسسې موسس، ابنس سینا دوايۍ موسسې مشر، او د رابطة العالم الاسلامي د موسسه کې یو مهم کس و. نوموړي په ډيری نورو سترو شرکتونو کې هم شریک و. میرقاسم د جماعت اسلامي ګوند سره ډیری مالي مرستې هم کولی.

د بنګلادیش حاکم ګوند میر قاسم د ۱۹۷۱ جګړه کې په جنګي جرمونو تورن کړی و، خو د نوموړي محاکمه بیا د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان عادلانه او د نړیوال قانون سره سمه نه وه بللې.

د هغه استیناف غوښتنه تېره ورځ د بنګلادیش سترې محکمې رد کړه او تر دې وروسته نوموړي د بنګلادیشي ولسمشر څخه د رحم غوښتنې استیناف څخه انکار وکړ.

د قانون له مخې څوک چې د ولسمشر څخه د رحم غوښتنه کوي نو هغه باید پر ده لګیدلي تورونو باندې اعتراف وکړي. خو جماعت اسلامي او د دغې ډلې مشران د ۱۹۷۱ز کال د جګړې پر مهال پر دوی لګیدلي تورونه ردوي او له همدې کبله د رحم غوښتنه نه کوي.

دا په داسې حال کې چې د بنګلادیش امنیتي ځواکونو نېږدې یوه میاشت وړاندې د میرقاسم زوی احمد قاسم چې په دغه قضیه کې د پلار مدافع وکیل هم و، وتښتولو.

د هغه کورنۍ وايي چې احمد قاسم امنیتي ځواکونو وړی او دوی تر دې دمه یې د مړي او ژوندي په اړه معلومات نه لري.

دا لا معلومه نه ده چې د بنګلادیش حکومت د میرقاسم زوی احمدقاسم د کوم جرم پر اساس تښتولی دی.

د ۱۹۷۱ د جګړې د جنګي جرمونو لپاره ځانګړې محکمه حاکم ګوند په ۲۰۱۳ز کال کې جوړه کړله. خو د محکمې په جلساتو او پریکړو همېشه نېوکي کیږي او ویل کیږي چې حاکم ګوند دغه محکمه د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره جوړه کړې ده.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.