په هیواد کې جګړو  زموږ  حافظې کمزورې کړي

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

اووم د اکټوبر ۲۰۰۱  امریکا پر افغانستان حمله وکړه، په شمال کې د جنرال دوستم لخوا په زرګونو طالبان ووژل شول، په قلعه جنګې کې د نړۍ بد ترین جرم وشو، پر لاس او پښو تړلو بندیانو  باندي بمبارد وشو. په کانټینرونو کې په زرګونو طالبان په قصدي ډول سره ووژل شول.

د شمال وسلوالو د طالب په نوم هر پښتون وټکاوو، د ډیرو پښتنو شتمنۍ او جایدادونه د دوستم، او شمال ټلوالي د وسلوالو له خوا چور او غصب شوو.

کرزی د پاکستان د جیک اباد په هوایې اډه کې د سي آی اې او آی ایس آی تر مستقیمه څارنه لاندي ناست او پر ټلیفون به یې د بي بي سي راډیو ته ویل چې په ارزګان کي دی، ګرینر په اسلام اباد کې د سي آی اې مشر وایې چې کله په امریکا کې د سي آی اې مشر اعلان وکړ چې حامد کرزی د جیک اباد هوايې اډه کې ناست دی، دا لویه ستونزه وه، ځکه موږ غوښتل چې وښودل شي چې کرزی په ارزګان کي دی، بیا مجبوره شوو، د څو ورځو لپاره مو هلته بوتلی.

هغه چې خلکو پر طالبانو د درنو درنو بمونو غوښتنه کوله، هغه مو له یاده ووتل، او چې کله استاد رباني بیا هم ارګ ته ننوت، د روسانو په غوښتنه یې واک موقت ادارې ته پريښود.

بن کې چې ۱۱ رایې ستار سیرت وګټلي او ۲ رایې حامد کرزي، مګر د حکومت مشر بیا هم کرزی شو، موقت اداره چې منځته راغله، د کرزي امنیت په ارګ کې د امریکا سپيشل فورس نیولی وو، زما ښه یاد دي چې کله کندهار ته لومړی ځل کرزی راتلی، د امریکایانو په ټانک کې داسي سپور راغی لکه ببرک کارمل  چې کابل ته د روسانو په ټانک کې سپور راوړل شو.

کرزی ولاړ وو، لاس یې خلکو ته د سلام په ډول ښوراوو، او په هغه ټانک کې ورسره ناست ساتونکي یې د امریکا سپیشل فورس وو.

وروسته بیا پر کرزي ډزې وشوې، یو هزراه ځوان یې  ځان د ساتني په موخه دده مخکې واچاوو، هغه مړ شو او کرزی ژوندی پاتي شو، ګل اغا شیرزی هم ورسره وو.

زموږ  هیر شوې چې امریکایانو پر کورونو، کلیو ، ماشومانو، نجونو، میرمنو او سپين ژیرو رحم ونه کړ، بمبارد یې وکړ، ويې ويې وژل او تر ټولو بدمرغه پیښې په ارزګان کې پر واده بمبارد، د شینډنډ عزیزاباد کلي کې قتل عام کول، په هسکه مینه کې د واده پر ښځو ، ماشومانو او سړو بمبارد او زړه بوږنونکي پېښه د کندهار د پنجوايې وه چې یوه امریکايې ۱۷ ماشومان، میرمني او سړې وژلي وو.

انجیل په پښتو او درې ژبو د ویش هڅې پېل شوې، عبدالرحمن په عام محضر کې د عیسویت دعوه وکړه، او بیا په ایټالیا کې  تر پاپ پوري  د رسیدو اجازه د کرزي قاضي القضات فضل هادي شینواري  د کرزي په غوښتنه او خوښه  ورکړه. په بامیانو ، دکابل په څلورمه او درېمه کارته کې کلیساوي جوړې شوې، د عیسویت لپاره کار کیدی.

که سړی د کرزي د لنډمهاله او بیا منځمهاله ادارو هغه د کابينې جوړښت ته په غور کتنه وکړي، بیا به مو حافظې لږ کار وکړي.

د خپل قدرت د بقاء لپاره یې ګرده جنګ سالاران، غله ، داړه ماران ، چپي او راسته کسان یوډول نه یوډول په حکومت کې ځای او نصب کړل، چې نن یې موږ د بدو عواقبو شاهدان یو.

کرزي د امریکا جنایت کونکي ولسمشر بوش ته د وزیر محمد اکبرخان مډال ورکړ، د امریکايې قواوو هر مشر ته یې د افغانانو د ویاړونو مډالونه پر اوږو ور وټومبل، او دا يې د افغانانو د وژلو او بې عزته کولو  په بدل کې  ورته ورکړل.

غني په هلمند او ننګرهار کې د کوکنارو د اړولو د پروګرام مشر شو، په یو جریب کوکنارو اړولو بزګر ته باید ۳۰۰ ډالر ورکول شوې وای، مګر پروسه دومره له فساد او اختلاس څخه ډکه وه، چې د لښکرګاه او جلال اباد دوکاندارانو  ته د کوکنارو اړولو سندونه ورکول شول، چارواکې ورسره ملګري او شریک شول، ډیر بزګران چې د کوکنارو کښتونه یې واړول شول، تر نن ورځي همهغه سندونه په لاس کې لري، او هغوی ته یاد مقدار پیسې ورنه کول شوې.

د مالیې وزیر شو، مالیه کې رشوت او فساد ختم نه شو، بلکې وخت په وخت زیات شو، هو  کله چې غني د کابل پوهنتون مشر شو، د کابل پوهنتون ریاست يې منظم کړ، د کابل پوهنتون اداره يې جوړه کړه.

د بهرنیانو څخه د واک انتقال افغان پوځیانو ته چې د کرزي د حکومت په وخت کې پېل شو، غني يې د دې لپاره مشر وټاکل شو چې شهرت او پيژندګلوي يې په افغان ټولنه کې زیاته شي، د غني ټاکنه په نوموړي دنده د امریکا لخوا ټاکنه او تاید وو، د امریکایانو فشار وو چې غني باید دکرزي په دویمه دوره (۲۰۰۹ – ۲۰۱۴) کې د اجرایه ریاست په پوسټ کار وکړي، کرزي يې مخنیوی وکړ.

د واک انتقال همدي ښاغلي غني وکړ، خو چې کله د ګډ حکومت مشر اعلان شو، بیا يې بیرته دواک سپارلو هڅې بهرنیانو ته پېل کړي، همدا اوس د افغانستان سیاسي او نظامي واک له بهرنیانو سره دی.

د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پرمهال یې وعده کړي وه چې سوله ، امنیت  او اقتصاد لومړيتوب دی، مګر نه یې د سولې له پاره کار وکړ، او نه يې امنیت راوستلای شوای، نه هم اقتصادي پرمختګ بلکې ۵۲٪  اقتصادي رکود یې کړی.

غني ویلي وو چې ټوپکسالاري او زورواکي به ختموي، مګر تر ټولو لوی ټوپکسالار دوستم یې خپل لومړی مرستیال ټاکلی وو. او بیا يې په کور ناست ټوپکسالاران بیرته راوغوښتل په اردو کې یې ځای په ځای کړل.

غني وعده کړي وه چې واک به نه شریکوي، له حکومت څخه به سهامي شرکت  نه جوړوي، مګر داسي شرکت یې جوړ کړ چې د شرکت (حکومت) د دواړو مشرانو  واکونه پکې ۵۰٪ سلنه ومنل شول، سهامي شرکت ډیر تري ښه دی، هلته ۵۰٪ سلنه واک یو له دوو شریکانوته قانون اجازه نه ورکوي، ځکه بیا اختلافات راځي او مساوي حقونه دواړه د شرکت مشران باید ولري، قانون وایې چې یو شریک  به ۵۰+۱ یا زیات سهم ولري او بل شریک به ۵۰ -۱ یا منفی زیات سهم ولري. تر څو د پریکړو اخرني صلاحیت له ۵۰+۱ سهم لرونکي سره پاتي شي.

کار یې د اهل پر ځای تر ډیره نااهله کسانو ته وسپاری، هغه د درو او شپږو میاشتو کاري پلانونه هم د غني یو خوب او خیال وو، هیڅ هم ولس ونه لیدل. یواځي پخوانۍ د کرزي د وخت پاتې پروژو افتتحاح کوي، او بې حافظي خلکو ته ښيې چې داکارونه دده له برکته  دي، د ګډ حکومت په دوه کلن وخت کې هیڅ ډول نوي غټه پروژه نه ده افتتحاح شوې. یواځې د اختلاس او فساد څخه ډکه قضیه د هوشمند شهرک وو چې بیرته هغه بند شو، د کابل بانک دوسیه همداسي پاتې ده.

ارګ کې دننه یې داسي کسان وګمارل چې حتما باید د کوم بهرني سفارت سپارښتنه ولري، او هلته په مهمو دندو وګمارل شي.

د رولا غني د قران کریم تلاوت د غني د کمپاین پرمهال زموږ له حافظو ووتی، چې هغې د افغانانو د غولولو په موخه داکار وکړ، او کله چې ارګ ته ننوتله، د بي بي سي سره په لومړۍ مرکه کي يې وویل چې ددې مذهب اسلام نه دی. مګر د غني پلویانو بیا ویل چې د هغې قران کریم زده دی، او د عبدالله پلویانو ویل چې هغه یهودۍ او عیسوۍ ده.

مګر د ښځو د ازادي په نوم رولا غني په میلیونو ډالر بودیجه لري، او تر ډیره دا خبرې هم کیږي چې په افغانستان کې د عیسویت د ترویج لپاره هڅې کیږي.

له یاده مو وتلي چې غني وعده کړ ي وه چې پخواني ګرده والیان به لیري کوي، مګر داسي یې ونشوای کولای، او د غني د کمپاین هغه ملګري چې ده ورڅخه پیسې ترلاسه کړي وي هغوی ته یې دندي ورکړي، څوک والیان او څوک وزیران یا په نورو دندو وګمارل شول، او دکمپاین هغه ملګري يې چې پیسې يې نه وي ورکړي، د تلویزونو په شیشو له غني څخه شکایت کوي چې دوی یې هیر کړي.

پر افغان هویت او د تذکرو په اړه یې پټې معاملي زموږ له حافظو وتلي دي، په کندهار کې غني ته سپکاوی او هلته ښکنځل، بیا په لندن کې ورته سپکاوی، دا هر څه ولي؟

پخوانیو جنګ سالارانو ته ډول ډول القاب او بالاخره دده د حکومت پرمهال د حبیب الله کلکاني د بیا ښخولو مراسمو په اړه د ازبکو دمشر دوستم او تاجکو قومونو تر منځ تاوتریخوالی.

امریکايې او بریتانوي جنرالانو ته مډالونه له دي کبله پر اوږه ورټومبل چې هغوی شپنې عملیات کوي، او افغانان وژني.د باګرام زندان یې بیاځل فعاله او امریکایانو ته وسپاری.

مګر اوس هم د کمزورو حافظو لرونکي افغانان ډیری یې په دي خاطر له غني څخه ملاتړ کوي چې احمدزی دی، هغه احمدزی چې ارګ ته له ننوتلو وروسته له احمدزیتوب څخه په شا شو، ځینې يې له دي امله ننګه کوي چې پښتون دی، او باید د تاجکو په مقابل کې دده ملاتړ وکړو، ځينې يې له دي امله ننګه کوي چې د امریکا ملاتړ ورسره دی.

یوه لویه ډله افغانان بیا د کرزي د ملاتړ ناري وهي، دهغه بیا واک ته راستنیدو کوشش کوي، دهغه لپاره کمپاین کوي. هغه کرزي ته کمپاین کوي، چې ۱۵ کلنې در بدرۍ او ناخوالي دده د وجود ، امریکا او بهرنیو هیوادو ته د خدمت له امله دي. همدا غني ،عبدالله او دوستم هم دده د ناسمو تګلارو او دده د حکومت پاتې شونې دي.

امریکا او ناټو پوځیانو د امنیت او سولئیز افغانستان وعده کړي وه،  کرزي د سولې چیغې وهلي، غني سوله لومړیتوب ګاڼه، مګر د سولې مخکې تر ټولو لوی خنډونه همدوی او د شمال ټلوالې مشران دي.

داسي نور ډیر څه د کرزي او غني په دورو کې شته چې زموږ حافظې يې باید له یاده ونه باسي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

2 تبصرې

  1. الحاج استاذ بیانزی

    مطمن صاحب ، د نورو لیکنو په شان او یا تر هغو هم زیاته داسی لیکنه دی لیکلی چه په ارزونو سربیره د سترګو لیدلی حال او هغه خقایق پکی رانغښتل شوی یا هغه واقعیتونو ته ګوته نیول شوی چه د لمړ په شان روشانه او هر چاته په ډاګه شوی ، الله ج دی اجرونه درکړی
    وایی که مربی لری مربا به خوری ، دا هیواد د لویو قدرتو په دی هدیره ده چه په سرتیرو سربیره ستاسی په شان سیاست پوهه مخلص ، متقی څیړونکی او ارزوونکی لری . ستاسی د لیکنو چه هر څومره ستیاینه او نمانځنه وشی بیا هم پری کمه ده ، باور وکړه زما د زړه خبری لیکی کله وایم چه دا به مونږ لیکلی وی مګر دا چه کمیت او کیفیت یی زما د زړه د خبرو پورته دی پوه شم جه زما نه دی مګر دا هیله می لا زیاته شی چه افغانستان ستاسی په شان بچیان لری تل به دغه د لویو قدرتو د هدیری ویاړنه وساتی

  2. کله هم په تاریخ کی داسی حکمت نه دی راغلی چی هغه بی له کومه هیوادله تاسیرنه پرته دخپل افغانانوپه کومک کوم راغلی وی زه چی تاریخ ته ګورم ټول حکمتونه چی راغلی دانګریزانواویانورداسی ملګوپه تسلوت راغلی چی دخپلوهدافولپاره افغانان استمال کړی شه به داوی چی مونږافغانان داسی یوکاروکړوچی نورله دغلامی نه خلاص شوه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.