سبا په کابل کې د پګواش کانفرانس جوړيږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): ټاکل شوې ده سبا د دوشنبې په ورځ د افغانستان د قضيې د حل په موخه د پګواش غونډه په پلازمينه کابل کې د ددغه کانفرانس د رييس پاولو په مشرۍ جوړه شي.

نن ټکي اسيا ته يوې باوري سرچينې ويلي دي چې دغې غونډې ته د دولت او طالبانو استازي نه دي وربلل شوي او له پلازمينې کابل او نورو ولایتونو څخه يو شمير سياسيون، کارپوهان وربلل شوي تر څو د افغانستان د قضيې د سوله ييز حل له پاره په هغه ۱۷ ماده ييز طرحه چې د پګواش له لوري غونډې ته وړاندې کيږي؛ بحث وکړي.

پګواش نړيواله کاناډايي موسسه ده چې له څه مودې راهيسې د افغانستان د قضيې د حل په موخه مجلسونه کوي، او هر ځل په مجلسونو کې طرحې د همدغې موسسې له لورې وړاندې کيږي، خو دا ځل يو شمير افغان سياسيونو ويلي چې دوی په دې نه دي خوښ چې هر ځل د افغانستان د قضيې په اړه طرحه د پګواش له لوري وړاندې شي، بايد چې د سولې په اړه طرحې خپله افغانان وړاندې کړي.

د ولسي جرګې پخوانی استازی او سياستوال سيد اسحق ګيلاني چې تر دې مخکې يې دوه ځلې په قطر کې د پګواش په کانفرانسونو کې ګډون کړی و، وايي چې د افغانستان په قضيه کې ورته د پګواش په کانفرانس کې ددغې موسسې له لوري چمتو شوې طرحې وړاندې شوې او په همغه طرحه زمونږ نظرونه واخيستل شول، چې په وينا يې پايلې يې ناسمې وې، ګيلاني زياته کړه که پګواش دا ځل بيا هم د امريکايانو په خوښه جوړه شوې طرحه وړاندې کوي نو بيا به يې هم پايلې ناسمې وي، هغه وايي چې دغه افغاني قضيې ته دې افغاني طرحه وړاندې شي.

پګواش ته يو شمير بلل شوي د نظر خاوندان وايي چې دوی به دا ځل په دې کانفرانس کې ځکه ګډون ونه کړي ځکه چې داسې ښکاري د پګواش کانفرانس هم د سولې د پروسې په ډول د پګواش په نامه له بهرنيو سفارتونو څخه پيسې او پروژې ترلاسه کړي.

د پګواش په تيرو کانفرانسونو کې د دولت او طالبانو ځينو برخه والو استازو هم ويلي دي چې دا ځل به په دې کانفرانس کې ځکه ګډون ونه کړي چې ددغو کانفرانسونو له لارې د هيواد د سولې په برخه کې کوم پرمختګ ونه لیدل شو او انديښنه يې ښودلې چې ښايي د پګواش د کابل استازي په دغه کانفرانس کې د دوی له ګډون څخه ناوړه ګټه پورته کړي.

تر اوسه په دې اړه طالبانو او دولتي چارواکو څه نه دي ويلي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.