د روانې اونۍ تر پایه د «صافي هوايي شرکت» فعالیتونه بندیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د «صافي ایرویز» هوايي شرکت د یو میلیارد افغانۍ د پور نه پرې کولو او د ماليې نه ادا کولو له کبله د ماليې وزارت د تصمیم سره سم د روانې اونۍ تر پایه يې فعالیتونه بندیږي.

د د ملکي هوايي چلند ادارې لخوا رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼه وايي چې د صافي ایرویز هوايي شرکت باندې یو میلیارد او ۱۵۲ میلیون افغانۍ پور او ماليې پاتې دي او د څو استحضاریه مکتوبونو لېږلو سره يې هم دغه قرضونه نه دي تصفیه کړي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې صافي شرکت تېر کال د مالیو او پورونو د تادیه کولو لپاره طرحه لاسلیک کړې وه، خو یاد شرکت د قرضونو د ادا کولو هېڅ اقدام نه دی کړی.

سرچېنې زیاته کړې چې د زمري د میاشتې په ۴مه د ماليې وزیر، ملکي هوايي چلند ادارې او اړوند څانګو رییسانو په ناسته کې پریکړه وشوه چې صافي شرکت ته یوه میاشت
(۱۳۹۵/۰۶/۱۲) نور هم مهلت ورکړي څو خپل باقیات تصفیه کړي.

خبرپاڼې له مخې صافي هوايي شرکت تر یاد وخت پورې خپل پورونه بیا هم تصفیه نه کړل او له همدې کبله د ماليې وزارت پریکړه وکړله چې د یاد شرکت فعالیتونه نور بند کړي او د قانون له مخې یې ټول مسوولین له هېواده ممنوع الخروج او دغه شرکت اړوند ټول ملکیتونه د خرڅلاو څخه منع کړي.

پر دې سربېره یاد شرکت ته خبر ورکړل شوی چې د روانې اونۍ تر پایه /پنجشبه، وري ۱۸مې/ وروسته هېڅ ټکتونه خرڅ نه کړي.

صافي هوايي شرکت شاوخوا ۱۰ کاله وړاندې په افغانستان کې فعالیت پیل کړی و او نسبتا یې ټکټونه هم له نورو ارزان وو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.