د کوم څاروي قربانې افضل ده؟

رحمت الله مومن

د کوم څاروي قربانې افضل ده؟

ځواب:
ځينې فقهاء په دې نظر دی، چې لومړی د اوښ قرباني غوره ده بيا د غوايې او بیا د پسه، نظر په لاندې دلائلو:

لقوله سبحانه وتعالی:

وَالْبُدْنَ جَعَلْنَاهَا لَكُمْ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ ( سورة الحج الآية ۳۶ )

قالوا إن البدنة أعظم من البقرة ، والبقرة أعظم من الشاة ، والله تعالى يقول:  ذَلِكَ وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ  ( سورة الحج الآية ۳۲ )

او همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم د جمعې لمانځه د فضيلت په باره کې فرمایې:

أبي هريرة رضی الله عنه أن النبي صلی الله عليه وسلم قال: من اغتسل يوم الجمعة غسل الجنابة ثم راح ، فكأنما قرَّبَ بدنة ، ومن راح في الساعة الثانية فكأنما قرَّبَ بقرة ، ومن راح في الساعة الثالثة فكأنما قرَّبَ كبشاً أقرن ، ومن راح في الساعة الرابعة فكأنما قرَّبَ دجاجة، ومن راح في الساعة الخامسة فكأنما قرَّبَ بيضة ، فإذا خرج الإمام حضرت الملائكةُ يستمعون الذكر ( صحيح البخاري مع الفتح ۳/۱۷ ، صحيح مسلم مع شرح النووي ۲/۴۵۱ ) .

قال النووي: وفيه أن التضحية بالإبل أفضل من البقرة ، لأن الرسول e قدَّمَ الإبل ، وجعلَ البقرة في الدرجة الثانية ( صحيح مسلم مع شرح النووي ۲/۴۵۲ )

ځينې نور فقهاء وايې:

چې د پسه قرباني غوره ده، ځکه په قرآنکريم لويه بلل شوي ده:

لقول الله تعالى: وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ ( سورة الصافات الآية ۱۰۷ )

قالوا وكان الذبح العظيم كبشاً ، فالله سبحانه وتعالى وصفه بالعظيم ، ولم يحصل هذا الوصف لغيره ( الذخيرة ۴/۱۴۳ )

وقال القرطبي: وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ ، أي ضخم الجثة سمين ، وذلك كبشٌ لا جملٌ ولا بقرة  ( تفسير القرطبي )

اصلاً په قربانۍ کې نيت او اخلاص مهم دی، د مال پاکوالې مهم دی، ځکه چې الله تعالی پاک شی خوښوي او همدارنګه هغه څاروي چې له عيبونو څخه سالم وي، غوره قرباني ده.

بله دا چې د غوايې يا غوا د پاره پوره دوه کاله عمر شرط دی، مګر که پسه د شپږو مياشتو وي، خو چې په جسامت کې د يو کلن غوندې وي، قرباني يې جايزه ده .

پای



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.