تا ته    

نجيب ببرکزی

یواځی ته یی

کله چی زړه می ډک وی

درسره یی شریکه کړم

زما د زړه بارونه

لکه

د کابل د ژمی واوری

امبارونه  په اوږو

 

یواځی  ته یی ای د حوت پنځلسمی

چی دغه واوری ویلی کړی

او د اوسیلیو

یی سمندرونو تل  ته

وبهوی او بس

 

یواځی ته یی

 

یواځی ته یی چی زما  د ویشتلی زړه

زما د ورانی جونگړی

زما د نیمګړی ارمانونوبیړی

دسمندر څنډوته ورسوی

ته پوهیرږی چی

 

زما

 

د خوبونو دنیا ورانه

او زما د امیدونو

درمند د وخت تاوژنو بادونه وهلی

 

او داسی اور یی وراچولی

چی یواځی ته یی

چی د سمندرونو د

سړی اوبو په شان  دغه اور مړکړی

 

ګرانی  د خپلی ګرمی غییږ په پرانیستلوسره

زما سره  د دی پاتی سفر

د دی پاتی قافلی

د دی پاتی عمر

ملگری ووسه

 

یواځی ته یی

چی ستا د مینی ډکی غلچکی

سترگو کی

ما د خپل نیمگری

سفرد قافلی

لارښود لیدلی دی

ګنم  چی ته دغه قافله بی له څاروانه نه پریږی

 

هوکی نه  پریږی

یواځی ته یی

یواځی ته

 

کابل

 

دریمه کارته

سور پل

دسنبلی ۵   مه

کال  ۱۳۹۱

نجیب ببرکزی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.