زخمـي سينه/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله فيضاني

څرك يې نه ښكاري د لمر سينه زخمي ده
د سپېڅلي سپين سحر سينه زخمي ده

د يارانو ديدنونه پكې نشته
د رنګين زېړ مازديګر سينه زخمي ده

شنه منګي پكې ټوټې ټوټې پراته دي
خدايه بيا مو د ګودر سينه زخمي ده

سپين ټټر يې ټول رنګين دى په سرو وينو
نن مې بيا د خوږ دلبر سينه زخمي ده

هغه مست د اوبو شور اوس پكې نشته
د كابل د ماهيپر سينه زخمي ده

اوس د حق آواز ترې نه راپورته كېږي
د محراب او د منبر سينه زخمي ده

پر ټټر باندې د غم غشو ويشتلى
خندا نكړي د اختر سينه زخمي ده

( فيضاني ) مسكا يې نه ښكاري پر شونډو
د ريحان او د صدبر سينه زخمي ده



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.