لغمان کې د جګړې له کبله د جلال اباد برېښنا مزي قطع شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولایت د برېښنا مسوولین وايي چې د نغلو برېښنا مزي د لغمان په بادپښ کې د جګړې له کبله پرې شوی دی.

د ننګرهار د برېښنا رییس وحیدالله پوپلزی ویلي چې تېره ورځ مازدیګر مهال د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په نښته کې د نغلو برېښنا مزي چې جلال اباد ښار ته برق ورکوي، پرې شوی دی.

هغه زیاته کړې چې د دوی تخنیکي ټیم تیار دی چې مزي یو ځل بیا وتړي خو کله چې سیمې ته ورسیږي، د وسله‌والو لخوا پرې ډزې کیږي.

د پوپلزي په وینا د سیمې سپين ږیرې یې د منځګړتوب لپاره وسله‌والو مخالفینو ته لیږلي او که هغوی اجازه ورکړله نو دوی به نن دغه مزي یو ځل بیا سره وصل کړي.

د لغمان د والي ویاند هم په بادپښ کې د جګړې له کبله د مزو پرې کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې د مزي د وصلولو لپاره یې قومي سپین ږیري وسله‌والو ته لیږلي او تمه ده چې نن ورځ به مزي وتړل شي.

د بریښنا ریاست چارواکي وايي، په تېر کې هم په ځلونو د ازبین او بادپښ په سیمو کې له نغلو څخه تېره شوې بریښنا په دې بهانه قطعه شوې وه چې د دوی په سیمه کې باید د بریښنا پر شبکې کار پيل شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.